کندهار (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۴): په کندهار ولایت کې امنیتي سرچينې وایي چې د دغه ولایت د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر د وسلهوالو غلو له خوا وژل شوی دی.
یوې باوري امنیتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه دغه پېښه تېره ورځ د کندهار ښار ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند د یخ کارېز سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه چې یاد کس قاري سعیداحمد سالار نومېده او کور ته روان و چې د له غلو سره مخ شوی، دی یې وژلی او موټرسایکل یې ترې بيولی دی.
د سعیداحمد سالار یو خپلوان محمدحنیف هم وویل چې هغه څه موده مخکې نوی موټرسایکل اخیستی و او هماغه د غلو هدف ګرځېدلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP