کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره نوی ښارګوټی چې څه باندې څلور زره نومرې به ولري، جوړېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د هلمند په واشير ولسوالۍ کې د ۵۰۰۰ جریب ځمکې په مساحت د کډوالو لپاره نوی ښارګوټی چې کډوالو ته به پهکې ۴۲۶۰ نومرې ووېشل شي، په رسمي ډول پرانیستل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي چې د ګاونډیو هېوادونو له خوا د کډوالو اجباري را ایستل د ټولو اصولو خلاف کار دی.
هغه زیاته کړې، د کډوالو لپاره ټول خدمات په ښه توګه ترسره کېږي او په خبره یې، هغه کډوال چې مستحق وپېژندل شي، یوه یوه نومره ځمکه ورکول کېږي.
دغه راز، په دې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني ویلي، دغه ښارګوټی به له ټولو ودانیزو معيارونو سره سم جوړ شي.
نوموړي زیاته کړې: «کډوال هغه کسان دي چې د خپل دین، عزت، او ناموس د ساتنې په خاطر یې له خپل هېواده هجرت وکړ.»
نعماني له خلکو غوښتي چې د افغان کډوالو لپاره خپله غېږه خلاصه کړي او هغوی دې وهڅوي چې خپل هېواد ته راستانه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې غبرګولي میاشتې په اوومه د ایران د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو مرکز رییس ویلي وو چې د سرشمېرنې پاڼو له لغوه کېدو سره څه باندې څلور میلیونه افغان کډوال په ایران کې غیرقانوني بلل شوي او هغوی ته د چنګاښ تر ۱۵مې وخت ورکړل شوی چې دغه هېواد پرېږدي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP