Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مالیې وزارت معین د یوناما له مشرې سره د کوچنیو مالي تمویلونو سکټور پر ودې خبرې کړې

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۴): د مالیې وزارت وایي، د دغه وزارت معین د یوناما له مشرې سره، په افغانستان کي د کوچنیو مالي تمویلونو سکټور پر ودې، د بهرنیو بشري مرستو د پر ځای لګولو او پراختیایي پروژو پر تمویل خبرې کړې دي.

د مالیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان‌محمد زبیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي او په افغانستان کي د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره وکتل.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کي د کوچنیو مالي تمویلونو سکټور پر ودې، د بهرنیو بشري مرستو د پر ځای لګولو، د پراختیایي پروژو پر تمویل او له نړۍوالو مالي تمویلوونکو بنسټونو سره د پراخو اړیکو پر ټینګښت خبرې وکړې.

د مالیې وزارت مرستیال په دې لیدنه کې هیله څرګنده کړې چې له یوناما سره د همکاریو په پایله کې په افغانستان کې د پراختیایي پروژو پلې کېدو ته زمینه برابره شي.

هغه ویلي: «د مالیې وزارت د کوچنیو مالي تمویلونو سکټور د پرمختګ لپاره د پام وړ کار کړی او هڅه مو دا ده چې دغه بهیر ته پراختیا ورکړو.»

هغه د دغه سکټور د لا پیاوړتیا لپاره د بشري ظرفیت لوړونې، د عصري ټکنالوجۍ رامنځته کېدو او عامه پوهاوي لوړولو برخو کې د یوناما د همکاریو غوښتنه وکړه.

د یوناما مشرې هم ویلي، هڅه به وکړي څو د دغه سکټور د پیاوړتیا لپاره د ظرفیت لوړوني او عصري ټکنالوجۍ برابرولو برخو کې له جاپان، چین، مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو د همکاریو غوښتنه وکړي.

هغې زیاته کړې، د مالیې له وزارت سره به د بهرنۍ پانګونې د جلب، د پراختیایي پروژو پلې کېدو، د کوچنیو مالي تمویلونو سکټور د ودې او په دې برخه کي د اړینو اسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه ګډ کار ته دوام ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.