Language

فیلیپو ګراندي: نړۍ کې میلیونونه کډوال د لوی اختر لمانځلو توان نه لري

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر د لوی اختر مبارکۍ په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، په نړۍ کې میلیونونه کډوال د دې وس نه لري څو  دغه اختر لکه څرنګه چې اړتیا ده، ولمانځي.

د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د میلیونونو کسانو د ژوند سختو شرایطو ته اشاره کړې ده.

نوموړي لیکلي، په نړۍ کې میلیونونه کسان د جګړو، کډوالۍ او د ژوند د ستونزو له امله د قربانۍ اختر لمانځلو توان نه لري.

هغه زیاته کړې، دغه کسان په ناورین‌ځپلو سیمو لکه په غزه، سوډان، بنګله‌دېش او افغانستان کې ژوند کوي او په هغه ډول چې دوی یې هیله لري او یا لکه څرنګه چې اړتیا ده، په هغه ډول اختر نه شي لمانځلی.

هغه زیاته کړې: «د نړۍ ټولو مسلمانانو ته په داسې حال کې چې لوی اختر لمانځي، ښې هیلې لرم، په یاد ولرئ چې میلیونونه کسان په جنګ، تبعید او په سختیو کې ژوند کوي، له غزې تر سوډانه، له بنګله‌دېش تر افغانستانه او نورو ډېرو ځایونو کې د دې توان به ونه لري چې لکه څرنګه چې دوی غواړي او ایجابوي خپل اختر ولمانځي.»