کابل (پژواک، ۱۸غبرگولی ۱۴۰۴): په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د برېښنا د کمښت له ستونزې سره مخ دی، په کابل کې یوې نجلۍ په کمه پانګونه خو لوی باور سره، د پاورسټېشن کوچنيو دستګاوو جوړولو ته مخه کړې څو د انرژۍ تولید ته یوه روښانه لار ومومي.
زهرا علي پر دې باور ده چې ستونزې انسان جوړوي او د دې انګېزې هغه مهال عملي بڼه غوره کړه چې د ژوند په سختیو کې دې پایلې ته ورسېده چې باید ځان او خپلو خلکو ته رڼا راوړي.
هغه چې کابل ښار کې زیږېدلې او اوس ۲۳ کلنه ده، په ۱۳۹۸ کال کې یې په سیدالناصري ښوونځي کې تر دولسم ټولګي زدهکړې کړې دي.
هغه وايي چې د کار لپاره یې انګېزې هغه مهال عملي بڼه غوره کړه کله چې د ژوند له سختیو سره سره مخ شوه، باور لري چې ستونزې انسان پیاوړې کوي او هغې هېڅکله ونه غوښتل څو د ستونزو پر وړاندې تسلیم شي.
هغې زیاته کړه: «زما انګېزه له هغه ځایه پیل شوه چې ستونزې مې شروع شوې او ومې غوښتل چې باید ودریږم؛ ومې غوښتل کار وکړم، ځکه د شهرت او بریا تږی او لېواله یم، همدا خبرې او همدا زړورتیا وه چې زه یې اړ کولم څو وغواړم کار وکړم؛ ځکه کار کول ډېر ښه احساس راکوي چې ما د پرمختګ لوري ته وړي او کولای شم ډېر ښه ژوند وکړم، کولای شم خپلو غوښتنو او هیلو ته ورسیږم، د تخنیک برخه مې ډېره خوښېده، غوښتل مې په دې برخه کې راشم او کار وکړم.»
زهرا علي وویل چې د کار په لومړیو کې یې د محصول د بریا او خلکو د هرکلي په اړه اندېښنې درلودې، خو د لومړني پاورسټېشن دستګاه په جوړولو او د خلکو د مثبت هرکلي په ترلاسه کولو سره یې په همغه لومړۍ اونۍ کې دغه اندېښنې له منځه لاړې او د وخت په تېرېدو سره یې فرمایشونه زیات شول؛ ان تر دې چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو یې فرمایشتونه ترلاسه کړل.»
زهرا خپل کار په کمه پانګونه پیل کړ؛ لومړنی پاورسټېشن یې د تسلا د لیتیم له بېټریو په استفادې چې له بهره د ځمکنۍ کارګو له لارې هېواد ته راځي، جوړ کړ او نور د اړتیا وړ توکي یې افغانستان کې د ننه برابرې کړل.
پاورسټېشن (Power Station) دستګاه یوه برېښنایي اله ده چې د برېښنا د زېرمه کولو او بیا د اړتیا پر وخت د هغه د کارولو لپاره ترې استفاده کېږي.
هغې وویل: «په لومړیو کې مې اندېښنه وه چې خلک به زما محصول خوښ کړي او که نه، خو د لومړنۍ دستګاه په جوړولو او د خلکو په هرکلي سره مې پر ځان باور پیدا کړ او اوس د ورځې ۱۰ تر ۱۲ پاورسټېشنونه جوړوو چې په دوو ساعتونو کې تیاریږي او مختلفو ولایتونو ته لیږل کېږي.»
هغه د خپل کار کیسه داسې بیانوي: «هغه ورځ چې دغه کار مې پیل کړ، څوک مې په څنګ کې نه وو، حتی خپله کورنۍ مې؛ ځکه هغوی له شرایطو وېرېدلي وو، خو زما خپل شتون، موخې او کارونه مې سترګو ته پراته وو او هېڅکله مې نه غوښتل چې پر ځمکه وغوځېږم او یا له خپلو اهدافو لاس واخلم، له خپلو کارونو مې قدم اوچت کړ او خپلې ستونزې مې پر ځان ومنلې، د ژوند ټولې سختۍ مې پر غاړه واخیستې او کار کولو ته مې اقدام وکړ.»
هغه ټینګار کوي چې جوړې کړې پاورسټېشن دستګاوې یې د لمر، ماشین یا او سولر له انرژۍ چارجېږي، سپک، د اسانه لېږ وړ او له ۱۰ کلونو ډېر دوام کوي.
د هغې په خبره: «په داسې حال کې چې یو وارداتي تیزابي پاورسټېشن تر ۲۶ زره افغانۍ قېمت لري، موږ همغه ظرفیت په ۱۰ زره افغانۍ جوړوو او له پلور وروسته، درې کاله خدمات هم ورسره وړاندې کوو.»
زهرا علي یوازې پر دې بریا بسنه نه ده کړې، بلکې غواړي خپل فعالیتونه پراخ کړي. هغه پلان لري څو داسې روباټونه هم جوړ کړي چې وکولای شي په ځینو برخو لکه د کرنې، کارخانو او فزیکي برخو کې ترې استفاده وشي او یو څوک ان له خپل کوره هم عاید ولري.
دغه راز هغې د برېښنايي بایسکلونو د واردات او ترمیم پیلولو خبر هم ورکوي او وايي: «استفاده شوي بایسکلونه واردوو، بیا یې جوړ او ترمیم کوو او بېرته یې بازار ته وړاندې کوو، بېټرۍ یې له بهره راوړو، خو نورې پرزې یې دلته په کابل کې برابروو.»
زهرا د خپل استاد حسیبالله نایبخېل تر څارنه لاندې کار کوي چې له هېواده بهر د لیتیم بېټریو جوړولو ټکنالوجۍ برخه کې تجربه لري. نایبخېل وویل، درې کاله کېږي چې زهرا په دې برخه کې کار کوي او اوس د دوی له بریالیو همکارانو یوه ده چې پاورسټېشن دستګاه له پیله تر پایه جوړلا شي.
هغه زیاته کړه: «ما دغه برخې له افغانستانه بهر زدهکړې دي، د لیتیم، د لیتیم بېټریو جوړولو او د هغه د ولتاژ برخو کې مې کار وکړ او اوس افغانستان ته راغلی یم او له یوه ټیم سره چې په راس کې یې زه او زهرا یو، کار کوو.»
هغه وايي چې د اړتیا وړ ځینې توکي یې افغانستان کې شته، خو هڅه کوي څو ټول دغه توکي افغانستان کې د ننه برابر کړي.
هغه زیاته کړه: «دا مهال موږ تر پنځه کیلوواټه ظرفیت لرونکي پاورسټېشن دستګاوې جوړوو، خو هدف مو دا دی چې په نږدې راتلونکي کې د یو میګاواټ په ظرفیت دستګاوې جوړې کړو چې افغانستان کې له لمر او باد څخه ترلاسه شوې انرژي ذخیره او وکاروي.»
نایبخېل وویل چې په افغانستان کې له هر اوو ورځو، پنځه ورځې خامخا لمري وي چې دا یو لوی نعمت دی او افغانستان کولای شي د انرژۍ په برخه کې پر ځان بسیا شي.
دغه راز هغه وویل: «راځئ چې لاسونه سره ورکړو او د افغانستان لمر د خپل ولس د هوساینې وسیله وګرځوو، څو د انرژۍ له اړخه پر ځان بسیا افغانستان ولرو.»
هغه زیاته کړه، دغه پاورسټېشنونه داسې ځانګړتیاوې لري چې زدهکولو ته اړتیا نه لري، هرڅوک کولای شي نصب یې کړي او بېټرۍ یې ډېر قوي دي، دغه راز اېسي او ډيسي برق لري چې یوازې د روښانه کولو لپاره نه، بلکې د کالیو مینځلو ماشینونو، لپټاپ او د چرګوړو ایستلو ماشینونو لپاره هم ترې استفاده کېدای شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP