Language

لوګر کې یوه ځوان اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی

پل‌علم (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۴): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې تېره ورځ د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ په «سرخ‌اب» بند کې یو ځوان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، یو ځوان چې شاوخوا ۲۸ کاله عمر یې درلود، تیره ورځ د محمداغې ولسوالۍ د «سرخ اب» اوبو بند ته د تفریحې لپاره تللی و او دغه بند کې د لامبو پر مهال اوبو ډب کړی او مړی شوی دی.

ده وویل، د دغه ځوان مړی د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ او له کابله د راغلي ځانګړي ټېم په هلو ځلو بېګاه شپه له اوبو رااېستل شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

انس د لوګر له اوسېدونکو او د هیواد له بېلابېلو سیمو څخه دغه ولایت ته له راتلونکو سیلانیانو وغوښتل چې په یاد بند کې له لامبو وهلو ډډه وکړي.

د یادونې ده چې تېر کال هم د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم او بره‌کي برک ولسوالۍ کې ورته پېښې رامنځته شوې وې.