Language

فراه کې د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

فراه (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۴): د فراه سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت د فراه‌رود ولسوالۍ اړوند د هرات – کندهار پر لویه ‌لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د فراه د فراه‌رود ولسوال ملا محمدصادق وویل، یاده پېښه تېره شپه ناوخته د دغې ولسوالۍ په چکاب سیمه کې د کندهار – هرات پر لویه ‌لار د یوه فېلډر او یوه ۴۰۴ ډوله مسافروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، یاده پېښه کې دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د فراه‌رود ولسوال د پېښې اصلی لامل د دواړو موټرونو له اندازې زیات سرعت او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطی بللې ده.

د یادونې ده چې د فراه‌رود ولسوالي د کندهار – هرات لویې ‌لارې په اوږدو کې موقعیت لري او ډېری وخت پکې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.

Related Topics