فراه (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۴): د فراه سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت د فراهرود ولسوالۍ اړوند د هرات – کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د فراه د فراهرود ولسوال ملا محمدصادق وویل، یاده پېښه تېره شپه ناوخته د دغې ولسوالۍ په چکاب سیمه کې د کندهار – هرات پر لویه لار د یوه فېلډر او یوه ۴۰۴ ډوله مسافروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، یاده پېښه کې دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د فراهرود ولسوال د پېښې اصلی لامل د دواړو موټرونو له اندازې زیات سرعت او د موټر چلوونکو بېاحتیاطی بللې ده.
د یادونې ده چې د فراهرود ولسوالي د کندهار – هرات لویې لارې په اوږدو کې موقعیت لري او ډېری وخت پکې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP