Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران او اسرائیل ترمنځ ترینګلتیاوې؛ سیمه کې پوځي ګواښونه زیاتېږي

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۴): امریکايي رسنیو پر ایران د پوځي برید لپاره د اسرائیل د چمتووالي خبره کوي، تهران هم په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو په نښه کولو خبرداری ورکړی او د دغو ترینګلتیاوو له امله، متحده ایالتونو خپلو کارکوونکو ته له بغداده د وتلو امر کړی دی.

د امریکا سي‌بي‌اېس رسنۍ د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې اسرائیل پر ایران د پوځي عملیاتو د پیلولو لپاره چمتووالی نیسي؛ هغه موضوع چې د سیمه‌ییز کړکېچ د پراخېدو په اړه یې نړۍوالې اندېښنې ډېرې کړې دي.

د راپور له مخې، امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی چې د نښتې رامنځته کېدو په صورت کې، ښايي ایران په ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه عراق کې د امریکا ځینې پوځي اډې په نښه کړي.

د سرچینې په خبره، دغه چاره د دې لامل شوی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې چهارشنبې په ورځ خپلو کارمندانو ته له عراقه د وتلو امر وکړي.

راپور کې زیاته شوې چې پنټاګون هم په منځني ختیځ کې د امریکایي پوځيانو کورنیو ته په خپله خوښه د وتلو اجازه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې امریکا له ایران سره د اټومي مذاکراتو شپږم پړاو په راتلونکو ورځو کې ترسره کړي.

د ایران دفاع وزیر عزیز ناصرزاده پرون خبرداری ورکړی چې که اټومي خبرې اترې ناکامې شي او جګړه پر ایران وتپل شي، ایران به په کوربه هېوادونو کې د امریکا اډې په نښه کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.