نیلي (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴): دایکنډي کې سره له دې چې ډېرې کورنۍ بېوزلې دي، لا هم د وادونو، د مړو د خیرات او نور مراسم په لوړو لګښتونو ترسره کېږي؛ داسې لګښتونه چې د دغه ولایت د یو شمېر اوسېدونکو په وینا، نه یوازې پر خلکو اقتصادي فشار راوړي، بلکې د ټولنې د پرمختګ او هوساینې مخه یې هم نیولې ده.
هغوی وايي، په ټولنه کې شته ناسم دودونه ډېرې منفي پایلې لري او په مراسمو کې لوړ لګښتونه پر خلکو اقتصادي فشار واردوي او که د دې لګښتونو یوازې یوه برخه ټولګټو کارونو ته ځانګړې شي، د دایکنډي څېره به بدله شي.
د اسلامي امارت رهبري په دې وروستیو کې د واده، فاتحې، جنازې او له حجه د راستنېدو مراسمو کې د ناسمو دودونو مخنیوي لپاره یو پنځه مادهیيز فرمان صادر کړی، په هغه کې پر سادهوالي، له لوړو لګښتونو او بېځایه تجملاتو پر مخنیوي ټینګار شوی دی.
د دایکنډي یو ديني عالم غلامعلي بلیخ وايي، په دغه ولایت کې په ډېری مراسمو کې لګښتونه ډېر لوړ او ملا ماتوونکي دي چې اقتصادي فشار یې کلونه هم نه کمېږي او یو شمېر کورنۍ د دغو دودونو ترسره کولو لپاره پور کوي.
هغه زیاته کړه، په دایکنډي کې ډېر شمېر خلک په ډېر غربت کې ژوند کوي خو د واده په مراسمو کې له اووه یا اته سوه زرو څخه ډېر لګښت کوي چې د هغه په باور، دغه کار د کورني تاوتریخوالي، فقر او کډوالۍ لامل کېږي.
یاد دیني عالم زیاته کړه، د دایکنډي په زیاتره سیمو کې چې کله څوک مړ شي، د «توشه راه» په نوم یو دود دی چې خاورو ته د جنازې سپارلو په ورځ څو څاروي حلالوي او خلکو ته ډوډي ورکوي.
هغه څرګنده کړه: «اورېدلي مې دي چې ان په ځینو ځایونو کې خلک خپل ناروغان د درملنې پیسو نشتوالي له امله کابل او نورو ځایونو ته نه شي وړلای خو کله چې یې ناروغ مړ شي، څو څاروي په پور اخلي او د توشه راه دود پوره کوي چې دا په اسلام کې په بشپړ ډول حرام دی.»
د دایکنډي عالمان ټینګار کوي چې په اسلام کې اصراف او بېځایه لګښتونه ځای نه لري او دین پر سادهوالي او سپما ټینګار کړی دی.
بل عالم نادر نقوي وايي چې د واده، فاتحې او له حج څخه د راستنېدو په څېر مراسمو کې ناسم رواجونه ډېر دود دي او یو شمېر کورنۍ یې له ترسره کولو وروسته کلونه پوروړې پاتې کېږي.
هغه زیاته کړه، په دغو مراسمو کې له اووه یا اته سوه زرو ډېرې افغانۍ مصرفېږي، په داسې حال کې چې د هغه په خبره، ترسره کوونکی یې اړ دی چې د دغو لګښتونو پوره کولو لپاره څو کلونه په نورو هېوادونو کې کار وکړي او یا کلونه پوروړی پاتې شي.
نقوي څرګنده کړه: «ډېری ځوانان د دې لپاره چې د واده لګښتونو لپاره پیسې پيدا کړي، له زدهکړو لاس اخلي، ایران او پاکستان ته د کار لپاره ځي څو د نجلۍ د کورنۍ غوښتنې پوره کړي او که هلک ونه شي کړای دغه لګښتونه پوره کړي، ښايي داسې کارونه چې د اسلام په دین کې جواز نهلري، ترسره یې کړي.»
نوموړي ټینګار وکړ: «په اسلام کې ولور اخیستل حرام دي، یوازې مهر حلال دی او دا یو ناسم دود دی چې د نجلۍ پلار د هلک له کورنۍ ډېر لوړ ولور اخلي.»
هغه زیاته کړه، دوی په ټولو ناستو کې د یادو ملاماتوونکو لګښتونو بندېدو او کمېدو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکوي.
هغه د دایکنډي له ټولو اوسېدونکو غواړي چې د خپل ژوند د وضعیت ښه کېدو او ټولنې پرمختګ لپاره له بېځایه لګښتونو لاس واخلي.
بلخوا، د دایکنډي ځیني اوسېدونکي هم وايي، هغه کسان چې مالي وس لري، ښه دا ده چې په مراسمو کې د لوړو لګښتونو پر ځای د خپلو پیسو یوه برخه په خیریه او ټولګټو کارونو کې ولګوي.
یوه ټولنیز فعال طالب حسین وویل: «په ډېرو کوچنیو مراسمو کې دوه درې غوایان حلالوي، ځیني یې توان لري، ځیني یې نهلري، پوروي یې، ډېره سخته ده.»
هغه زیاته کړه، هغه کسان چې اقتصادي وضعیت یې ښه وي، د بېځایه لګښتونو پر ځای دې یوه برخه هغه پیسې په خپله سیمه کې خیریه چارو کې ولګوي څو د خلکو د اقتصادي ودې لامل شي.
هغه زیاته کړه چې که هر څوک د خپل لګښتونو نیمايي برخه د یوه سړک، ښوونځي، کلینیک جوړولو او یا نورو ټولګټو چارو لپاره ځانګړې کړي، د ټولنې د هوساینې لامل به وګرځي.
نوموړی وايي چې خلک د سړکونو خرابوالي، د ښوونځي ودانۍ او روغتیایي مرکزونو او نورو اسانتیاوو نشتوالي له امله له زرګونو ستونزو سره مخ دي، خو ډېرې پیسې په ناسمه توګه مصرفېږي.
هغه دغهراز ټینګار کوي چې ټول خلک باید له یادو ناسمو دودونو سره د مبارزې لپاره هڅه وکړي او د خپل ژوند او ټولنې د پرمختګ لپاره کار وکړي.
طالب حسین دغهراز وویل، که دغه لګښتونه کم شي، د خلکو په ګټه دي او د دې لامل ګرځي چې خلک ډېر پوروړي نه شي.
ورته مهال، د دایکنډي ځايي چارواکي هم مني چې ناسم رواجونه په دغه ولایت کې د لوړو لګښتونو لامل شوي او وايي، په مناسبتونو کې یې د لګښتونو کمېدو لپاره د عامه پوهاوي اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.
د دایکنډي د والي ویاند غضنفر کاظمي وايي، د ناسمو دودونو مخنیوي لپاره د پوهاوي ورکولو یوه کمېټه جوړه شوې او خلکو ته له بېلابېلو لارو پوهای ورکوي.
هغه زیاته کړه چې تېره اونۍ د ډایکنډي والي مولوي نجیبالله رفیع او ادارو مسوولینو په ګډون د لوړو او بېځایه لګښتونو د مخنیوي په موخه د خلکو یوه لویه غونډه جوړه شوې وه.
هغه زیاته کړه، په یاده ناسته کې د دایکنډي والي ویلي وو چې د حج، واده، فاتحې او نورو مناسبتونو کې ډېر او بېځایه لګښتونه نه فرض دي او نه واجب، بلکه اسراف دی او باید کنټرول شي.
د هغه په وینا، د یاد ولایت والي له خلکو وغوښتل چې د بېځایه لګښتونو پر ځای دې خپله پانګه په خیریه لکه د مدرسو، ښوونځیو او سړکونو په جوړولو کې مصرف کړي.
کاظمي دغهراز بیان کړه، د جوماتونو علما او ملایان هم مکلف دي چې د ناسمو دودونو مخنیوي لپاره خلکو ته تبلیغ وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP