کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، تهران هیڅکله نه غواړي جګړه نورو هېوادونو یا سیمې ته پراخه شي خو دا چې جګړه پر ایران تحمیل شي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي نن (یکشنبه) په دغه هېواد کې د بهرنیو استازولیو له رییسانو او سفیرانو سره په ناسته کې ویلي چې اسرائیل د مذاکراتو او ډیپلوماسۍ مخالف دی.
هغه څرګنده کړې: «موږ په هيڅ صورت نورو هېوادونو یا سیمې ته د جګړې پراخېدو غوښتونکي نه یو، خو دا چې که جګړه پر موږ تحمیل شي. اصولاً موږ د جګړې پیلوونکي نه وو، د خپل اټومي پروګرام په اړه د ډیپلوماسۍ په لټه کې وو خو دا تجاوز پر موږ تحمیل شو.»
نوموړي څرګنده کړه، اسرائیل د نړۍوالو حقونو له نوې سرې کرښې تېر شوی چې هغه د ایران پر اټومي تأسیساتو برید و چې دا د ملګرو ملتونو له نظره یوه لویه سرغړونه ده او تر هر ډول شرایطو لاندې ممنوع ده.
هغه امریکا د «صهیونیستي رژیم» د بریدونو شریکه بللې او څرګنده کړې یې ده چې واشنګټن باید خپل مسوولیت ومني.
عراقچي ویلي: «پر ایران د اسرائیل تېری د امریکا له ملاتړ او توافق پرته امکان نه درلود؛ موږ معتبر اسناد لرو چې د امریکايي ځواکونو او امریکايي نظامي اډو د ملاتړ ښودونکي دي.»
ورته مهال، د ایران د بهرنیو چارو وزیر له امریکا غوښتي څو پر اټومي تاسیساتو برید وغندي.
د یادونې ده، د راپورونو له مخې، د اسرائیل او ایران ترمنځ تاوتریخوالی نوي پړاو ته داخل شوی او د دواړو خواوو له لوري تېره شپه هم توغندیز او هوايي بریدونو دوام درلود چې ډېر تلفات او درانه زیانونه یې اړولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP