Language

د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د اوبو کړکېچ کمولو لپاره د ځینو اقداماتو عملي‌کېدو ته ژمن دی

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴): یوناما وايي چې د افغانستان یو پر درېیمه برخه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري او څه باندې لس میلیونه کسان لا هم د اوبو له ناپاکو سرچینو استفاده کوي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي چې د ځینو پرمختګونو سربېره، دغه کړکېچ لا هم کلیوالي ټولنې په ځانګړي توګه ښځې او ماشومان ډېر تر فشار لاندې راولي.

یوناما لیکلي چې د ملګرو ملتونو سازمان افغانستان کې د اوبو کړکېچ کمولو لپاره د ځینو اقداماتو ترسره کولو ته ژمن دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادو اقداماتو کې د جګړې او وچکالیو له امله د اوبو رسونې ویجاړ شوو زیربناوو بیارغونه، تر ۲۰۲۶ کال پورې څه باندې پنځه میلیون افغانانو ته د روغتیايي او حفظ‌الصحه خدمتونو وړاندې کول او د اوبو د دوامداره سرچینو د مدیریت په برخه کې د ځايي ټولنو د ظرفیت لوړول شامل دي.