Language

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو یوه الوتکه کابل ته راورسېده

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴): اروپایي ټولنې خبر ورکړی چې له سل ټنه بشري مرستو بار یوه الوتکه یې نن سهار کابل ته رسېدلې ده.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د دې اتحادیې سل ټنه اړینه بشري مرسته نن سهار په یوه الوتکه کې کابل ته راورسېده.

یادې ادارې دا نه دي ویلي چې په دغو بشري مرستو کې کوم توکي شامل دي.

سرچینې زیاته کړې چې له ۲۰۲۱ کال کې راهیسې د دې اتحادیې له خوا افغانستان ته د هوا له لارې  ۲۱۵۰ ټنه بشري مرستې راوړل شوې دي.