Language

ننګرهار کې د ځنګلولو وهلو په تور اته کسان نیول شوي

کابل (پژواک، ۲ چنگاښ ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د ځنګلونو وهلو په تور اته کسان نیول شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان د چاپېریال د تخریب او طبیعي منابعو د زیان لامل ګرځېدلي او د ځنګلونو د ناقانونه پرېکولو په جرم لاس‌په‌لاس نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، د چاپېریالي جرمونو برخه کې د قانون تطبیق د امنیتي ځواکونو له مهمو مسوولیتونو دی، څو له لارې یې د طبیعت ساتنه، عامه منابعو ته درناوی او د نسلونو لپاره شین چاپېریال تضمین شي.

سرچینې لیکلي، نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو لاندې دي او وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.