کابل (پژواک، ۲ چنگاښ ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د ځنګلونو وهلو په تور اته کسان نیول شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان د چاپېریال د تخریب او طبیعي منابعو د زیان لامل ګرځېدلي او د ځنګلونو د ناقانونه پرېکولو په جرم لاسپهلاس نیول شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، د چاپېریالي جرمونو برخه کې د قانون تطبیق د امنیتي ځواکونو له مهمو مسوولیتونو دی، څو له لارې یې د طبیعت ساتنه، عامه منابعو ته درناوی او د نسلونو لپاره شین چاپېریال تضمین شي.
سرچینې لیکلي، نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو لاندې دي او وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP