Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران برید ته د قطر سخت غبرګون؛ تهران: دغه اقدام باید د «دوست هېواد قطر» پر ضد ونه بلل شي

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۴): قطر د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوه لیک کې د العدید پر اډه د ایران پر توغندیز برید اعتراض کړی خو ایران ټینګار کړی چې دغه «دفاعي اقدام» باید د «دوست او ګاونډي هېواد قطر» پر ضد ونه بلل شي.

پر ایران د اسرائیل له برید او د ایران  له متقابلو بریدونو وروسته امریکا د چنګاښ په لومړۍ نېټه د ایران پر اټومي تأسیساتو برید وکړ او تېره شپه ایران په قطر کې د امریکا د العدید پر پوځي اډه توغندیز بریدونه وکړل.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د دغه هېواد حکومت د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوه لیک کې پر العدید پوځي اډې د ایران د توغندیز برید په اړه غبرګون ښودلی او خبرداری یې ورکړی چې د دغه ډول پوځي اقداماتو دوام کولای شي چې د سیمې او دغه‌راز د نړۍ ثبات او امنیت له خطر سره مخ کړي.

قطر دغه‌راز ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو د منشور او د نړۍوالو قوانینو له مخې، د مستقیم غبرګون حق ځان ته خوندي ګڼي.

په یاد لیک کې دغه‌راز غوښتنه شوې چې ټول پوځي عملیات باید سمدستي ودرول شي او د خبرو اترو بهیر په جدي ډول بېرته پيل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ایران له لوري په قطر کې د امریکا د العدید پر پوځي اډې توغندیز بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې د مشروع دفاع په چوکاټ کې او د امریکا له لوري د ایران پر حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نظامي تېري په غبرګون کې ترسره شوي دي.

نوموړي د العدید پر اډې د ایران د برید په اړه ویلي چې دا «دفاعي اقدام» باید هيڅکله هم د قطر چې یو دوست او ګاونډی هېواد دی، پر ضد ونه بلل شي او ایران له قطر سره خپلو اوږدمهاله او ښو اړیکو ته ژمن دی.

هغه زیاتوي: «زموږ هوډ دا دی چې د امریکا او صهیونیستي رژیم تېري‌کوونکي اقدامات او شریر سیاستونه چې د ایران پر ضد ترسره کېږي، په سیمه کې زموږ او زموږ د وروڼو ترمنځ د فتنې او تفرقې لامل نه شي.»

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.