Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دایکنډي کې د اوبو ورځ تر بلې ککړېدو په اړه اندېښنه؛ غیرمعیاري سیپټیک څاګانې چاپېریال او د خلکو روغتیا ګواښي

نیلي (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰): د دایکنډي په مرکز نیلي ښار کې د دوامداره وچکالۍ، د ورښت کموالي او د معیاري کانالیزاسیون سیسټم نشتوالي له امله د ځمکې لاندې اوبه مخ په ککړېدو دي او دا ستونزه د دغه ولایت د اوسېدونکو او ځایي مسوولینو د اندېښنې لامل شوې ده.

د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي او ځايي مسوولین وايي، د فاضله اوبو د دفع د معیاري سیستم نشتون په ځانګړې توګه په استوګنیزو کورونو او ادارو کې د ځمکې لاندې اوبه ککړې کړي چې نه یوازې د خلکو روغتیا لپاره جدي خطرونه لري بلکې چاپیرال هم ګواښي.

د دایکنډي د چاپيریال ساتنې ریاست ویاند عارف صدیقي وايي، د غیر معیاري څاګانو شتون له امله نیلي ښار کې د ځمکې لاندې اوبه ورځ تر بلې د ککړېدو په حال کې دي او دا به موضوع د دغه ولایت د اوسېدونکو راتلونکی له جدي خطر سره مخ کړي.

هغه زیاتوي، د یاد ریاست د څېړنو له مخې، د نیلي ښار څه باندې ۴۰ سلنه اوسېدونکي او یو شمېر ادارې د فاضله اوبو لپاره له غیرمعیاري سیپټیک څاګانو ګټه اخلي او د دغو اوبو د مخنیوي لپاره هيڅ معیاري سیسټم نشته.

نوموړي څرګنده کړه چې د ځمکې لاندې اوبو ته د بهرنيو عناصرو، په ځانګړې توګه د مضره موادو لاره پیدا کول اوبه ککړوي؛ دا داسې مسئله ده چې نه یوازې د اوبو کیفیت ټیټوي، بلکې د بېلابېلو ناروغیو رامنځته کېدو زمینه هم برابروي. د هغه په باور، ککړې اوبه د ژوند پر ټولو اړخونو او چاپېریال منفي اغېز کوي او ایکو سیسټم ګواښي.

هغه دغه‌راز زیاته کړه، دا چې نیلي ښار د اوبو د تامین اصلي سرچینه ده، په دغه ښار کې د ځمکې لاندې اوبو زېرمې شته او د کانالیزاسیون او د فاضله اوبو د معیاري دفع کولو سیسټم نشته، دغه وضعیت د چاپېریال او خلکو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه: «دایکنډي کې د فاضله اوبو څاګانې د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا له اصلي لاملونو ګڼل کېږي؛ ځکه په ډېرو ځایونو کې سیپټیک څاګانې نه دي جوړې شوې او ساختماني کارونه یې هم معیاري نه دي. له بلې خوا، د دغه ولایت ځمکه پراخه او ډېر نفوس‌لرونکې ده، په دغو شرایطو کې ککړوونکي مواد – په ځانګړې توګه فاضله اوبه په چټکۍ سره د ځمکې لاندې اوبو ته لار پیدا کوي چې دغه کار ډېر خطرناک دی.»

هغه ټینګار وکړ، د دایکنډي اوسېدونکي د کرنیزو اوبو د کمښت ترڅنګ د څښاک اوبو د سرچینو له کمښت سره هم مخ دي او د څښاک اوبو د څاګانو د ککړتیا دوام د خلکو د روغتیا لپاره جدي او خطرناک ناورین رامنځته کړی دی. هغه خبرداری ورکړ چې د ککړو اوبو بېرته سالم حالت ته ګرځېدل لږ تر لږه پنځو کلونو ته اړتیا لري او په دې موده کې له دغو اوبو استفاده خطرناکه او وژونکې ثابتېدای شي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د معیاري سیپټیک څاګانو جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي او زیاته یې کړه: «د یوې سیپټیک څاه جوړول ښايي څه باندې پنځوس زره افغانۍ لګښت ولري خو که دوه کاله له ککړو اوبو ګټه واخیستل شي، د درملنې لګښت یې ممکن له ۲۰۰ زره افغانیو هم ډېر شي. دا په داسې حال کې ده چې روغتیايي زیانونه یې هم نه جبرانېدونکي دي؛ نو بیا ولې دا موضوع جدي ونه نیسو؟»

هغه څرګنده کړه چې د دایکنډي د چاپېریال‌ساتنې ریاست د فاضله‌ اوبو ښاري څاګانو د شتون له امله د ځمکې لاندې اوبو له ککړتیا سره د مبارزې لپاره د دغه ولایت د والي تر مشرۍ لاندې له اړوندو ادارو سره په هرو درېیو میاشتو کې غونډې ترسره کوي او هڅه کوي چې د جذبي څاګانو شمېر کم کړي.

د دایکنډي د چاپېریال‌ساتنې ادارې ویاند وویل، دوی هڅه کوي د جذبي څاګانو موضوع جدي ونیسي څو خطرونه کم شي.

هغه دغه‌راز څرګنده کړه، د ښار په کچه یې د ټولنیزو شبکو او ځايي رسنیو له لارې د جذبي څاګانو د زیانونو په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي کمپاین هم پیل کړی دی.

ورته مهال، د دایکنډي د اوبو او انرژۍ ریاست هم د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پر ککړتیا اندېښنه ښودلې او وايي چې په تېر کې د اوسېدنې کورونو جوړېدو پر مهال د فاضله اوبو څاګانو جوړولو ته لازمه پاملرنه نه ده شوې او ښاري طرحې په سمه توګه نه دي پلې شوې.

د دایکنډي د اوبو او انرژۍ ریاست د اوبو سرچینو امر امیدعلي محمدي وویل چې د دوی د څېړنو پر اساس، په نیلي ښار کې د ځمکې لاندې اوبه د ککړېدو په حال کې دي؛ یعنې اوبه خپل کیمیاوي او فزیکي خاصیت له لاسه ورکوي.

هغه زیاته کړه چې یاده اداره د اوبو کیفیت ارزونې په موخه د څښاک اوبو له څاګانو څارنه کوي او د یادو څېړنو پر اساس ستونزې ډېرې جدي دي؛ ځکه د څښاک اوبو ډېری څاګانې چې د فاضله اوبو جذبي څاګانو ته نږدې دي، د اوبو فزیکي او کیمیاوي خاصیت یې بدل شوی دی.

هغه ټینګار وکړ، څېړنې ښيي په تېرو وختونو کې ډېری کورونه د ښاري اصولو او معیاري فاضله ابو څاګانو جوړولو له په پام کې نیولو پرته جوړ شوي او دغه موضوع اوس په نیلي ښار کې پر یوه جدي ستونزه بدله شوې ده.

بلخوا، دایکنډي کې د پوهنتون استاد محمدبنیادي باور لري چې د ځمکې پر سطح د فاضله اوبو له جذبي څاګانو استفاده د دې لامل شوې چې فاضله اوبه د باران اوبو او د ځمکې لاندې اوبو له سرچینو سره ګډې شي؛ هغه سرچینې چې د څاګانو او چینو په تغذیه کې مهم رول لري او د ککړتیا په صورت کې یې عمومي روغتیا له جدي خطر سره مخ کوي.

هغه زیاته کړه چې د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا تشخیص ډېر سخت دی، له همدې امله ښايي په نیلي ښار کې د ډېرو څاګانو اوبه ککړې وي؛ ځکه د هغو شاوخوا ساحو کې د  فاضله اوبو څاګانې دي.

بنیادي وویل چې د خلکو د اړتیا وړ شاوخوا ۵۰ سلنه اوبه د ځمکې لاندې اوبو له سرچینو برابرېږي. هغه زیاته کړه چې د دغو ککړو اوبو کارول په لومړي ګام کې د پاکو اوبو سرچینې له ګواښ سره مخ کوي او د انسان د روغتیا لپاره ډېرې خطرناکې دي؛ ځکه د بېلابېلو ساري ناروغیو رامنځته کېدو لامل ګرځي.

هغه څرګنده کړه: «کله چې له ککړو اوبو د کرنې لپاره کار واخلو، خاوره هم ککړوي، د خاورې اړین عناصر هم له منځه وړي او نباتاتو ته هم زیان رسوي؛ ځکه دا اوبه د نباتاتو له لارې جذبېږي، د انسانانو د خوراکي توکو په دوران کې داخلېږي، دغه‌ راز ایکو سیسټم ګډوډوي او په ټوله کې پر کرنه هم منفي اغېزې کوي.»

د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي هم د فاضله اوبو د غیرمعیاري څاګانو له شتونه شکایت کوي او د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا د مخنیوي لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

د نیلي‌ ښار اوسېدونکي رضا رضايي وویل چې په دغه ښار کې سیپټیک څاګانې ډېری د استوګنې کورونو او د ځینو ادارو اړوند دي چې د خلکو روغتیا ته زیان رسوي.

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه کله چې خلکو لومړی کورونه جوړ کړي، د تشناب لپاره د څاګانو فکر یې نه کاوه، اوس یې په ځمکه کې ډېرې ساده او سطحي جذبي څاګانې کیندلې چې ان ځیني وخت لښتیو کې تخلیه کېږي چې ناوړه بوی یې ټوله ساحه نیسي.»

هغه وویل، دغه کار د دې لامل کېږي چې د شاوخوا کورونو د څښاک اوبو څاګانې ککړې کړي او د بېلابېلو ناروغیو خپرېدو لامل شي.

رضايي په ټینګار سره وویل: «د خلکو دغه کار پر دې سربېره چې ګاونډيانو ته د مزاحمت لامل ګرځي، خلک پر بېلابېلو مزمنو ناروغیو هم اخته کېږي، نو هر څوک باید د خپل ځان او نورو په فکر کې وي، له ټولو غواړم چې د بېلابېلو ناروغیو خپرېدو او په دې اړه د ککړتیاوو په مخنیوي کې جدي پاملرنه وکړي.»

دایکنډي کې ځیني ډاکټران خبرداری ورکوي چې ککړې اوبه د انسان روغتیا ته جدي خطرونه لري.

په دایکنډي کې یو ډاکټر رضا اختري وايي چې له ککړو اوبو استفاده کېدای شي یو انسان پر پېچش، استفراق، نس درد، د پښتورګو، زړه او هورموني اختلالاتو، د بدن د معافیت سیسټم کمزوري کېدو، عصبي ګډوډۍ او ان د مسمومیت په څېر ناروغیو اخته کړي.

هغه ټینګار کوي چې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي په صورت کې باید شکمنې ککړې اوبه له تصفیې او جوش کولو وروسته وکارول شي.

په همدې حال کې، د دایکنډي د والي ویاند سیدغضنفر کاظمي وویل چې اړوندو ادارو د ولسي خلکو د شکایتونو او وړاندیزونو پر اساس دوه ورځې مخکې (د چنګاښ په ۲مه) د استوګنې له ۴۶ کورونو څارنه کړې چې په ترڅ کې یې پاکې اوبه ازمایلې او د فاضله اوبو معیاري او غیرمعیاري څاګانې یې کتلې دي او پایله کې یې د پاکو اوبو څو څاګانې د نه استفادې وړ پېژندل شوې دي.

هغه زیاته کړه: «د ۴۶ کورونو د سیپټیک څاګانو نظارت هم وشو او وکتل شوې چې له دې ډلې د ۱۷ کورونو دغه څاګانې معیاري او د ۱۶ کورونو غیرمعیاري او جذبي وې. دغه راز، د ۷ کورونو د استفادې وړ ټانکر درلودل، درېیو کورونو کنارابونه درلودل او درېیو نورو کورونو د تشناب اوبه د نل له لارې بهر ته ایستلې وې.»

هغه زیاته کړه، د فاضله اوبو لپاره د غیرمعیاري څاګانو درلودونکو ته چې د اوبو د ککړتیا لامل شوي، سپارښتنه شوې او ۲۵ ورځې وخت ورکړل شوی څو خپلې څاګانې معیاري کړي.

هغه ټینګار وکړ چې زیات شمېر خلکو د ځمکې لاندې اوبو د ککړېدو په اړه خپلې اندېښې او شکایتونه له دوی سره شریک کړي دي. کاظمي له ټولو خلکو وغوښتل څو په دې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دایکنډي نیلي ښار یو نوی جوړ شوی ښار دی او د خلکو په بارو، ډېری د استوګنې کورونه یې په معیاري ډول نه دي جوړ شوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.