Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلالي: نړۍواله ټولنه دې د روږدو درملنې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د هېواد د عامې روغتیا وزارت مسوولینو له نشه‌يي توکو سره د مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د ۸۰ زره روږدو درملنه شوې، بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي او اوس عادي ژوند لري.

د جون ۲۶مه نېټه له نشه‌يي توکو سره د مبارزې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، دا ورځ نن (پنجشنبه) د یوې غونډې په ترڅ کې چې د حکومت د چارواکو، د روغتیا نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر ضد  د دفتر د استازو په حضور کې د عامې روغتیا په وزارت کې جوړه شوې وه، ونمانځل شوه.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس ډاکټر وحدت الکوزي په دې غونډه کې وویل، په تېرو څلورو کلونو کې د روږدو درملنې برخه کې ډېر پرمختګونه شوي دي.

هغه زیاته کړه، په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د روږدو درملنې لپاره ۲۰ نوي مرکزونه جوړ شوي، ۳۰ مرکزونو ارتقا کړې او د بسترونو ظرفیت یې زیات شوی او په دې موده کې د ۸۰ زره روږدو درملنه شوې او خپلو کورونو ته له ستنېدو وروسته اوس عادي ژوند لري.

الکوزي دا هم وویل چې د ميندو او ماشومانو لپاره هم روغتونونه او د درملنې مرکزونه جوړ شوي، ځکه چې ميندې او ماشومان هم پر نشه‌يي توکو روږدي دي.

نوموړي وویل، د ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو برخه کې هم کارونه شوي خو دا بسنه نه کوي او که غواړو چې هېواد مو له اعتیاده پاک شي نو لا ډېر کار ته اړتیا ده.

وحدت الکوزي وویل چې په راتلونکي کې د خدمتونو پراختیا لپاره پروګرامونه شته او اوس مهال هم پر څلورو نورو مرکزونو کار روان دی څو ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

هغه د امکاناتو پر ډېرېدو ټینګار وکړ، ویې ویل چې په راتلونکي کې به د روږدو درملنې د مرکزونو تجهیز برخه کې کار ډېر شي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي په یاده ناسته کې وویل چې د اسلامي امارت د رهبرۍ په یوه فرمان په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت بندیز لګېدلی او د یاد فرمان له مخې، روږدي هم ټول شوي او د درملنې په موخه کمپونو او روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

هغه څرګنده کړه چې یاد «مصیبت» اسلامي امارت ته په میراث پاتې دی، خو پر وړاندې یې ښه اقدامات ترسره شوي دي.

جلالي له نړۍوالې ټولنې هم وغوښتل څو د روږدو درملنې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي؛ ځکه له هغوی سره مرسته له بشري حقونو سره مرسته ده.

ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معین مولوي عبدالولي حقاني هم په یاده ناسته کې وویل چې اسلامي امارت له نشه‌يي توکو د مخنیوي او هغو سره د مقابلې په اړه جدي هڅه کوي.

هغه زیاته کړه چې د نشه‌يي توکو د کښت، تولید، قاچاق او کارولو په اړه د اسلامي امارت له لوري قانوني اقدامات په پام کې نیول شوي او په دې برخه کې امنیتي سکټور او عامې روغتیا وزارت په ګډه کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولی هم له نشه‌يي توکو سره د مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت پر اېکس‌‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو له اعتیاد سره د مبارزې برخه کې له افغانانو د خپل ملاتړ پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.