Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: راتلونکې اونۍ له ایران سره خبرې کوو

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۴): رویټرز خبري اژانس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله راپور ورکړی چې دغه هېواد به راتلونکې اونۍ له ایران سره اټومي مذاکرات پیل کړي خو ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

رویټرز نن (پنجشنبه) په یوه راپور کې لیکلي، د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل، احتمال لري چې د راتلونکې اونۍ په خبرو اترو کې له ایرانه د هغه د اټومي پروګرامونو پای ته رسولو غوښتنه وکړي.

هغه دغه راز د اسرائیل او تهران ترمنځ د جګړې د ژر پای ته رسېدو لامل پر ایران د متحده ایالتونو برید بللی دی.

د یادونې ده، ایراني چارواکو تر اوسه د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.