Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یواېن‌اېچ‌سي‌ار: افغانستان ته له ستنېدونکو کډوالو سره دې بېړنۍ مرستې وشي

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د ایران او اسرائیل ترمنځ له جګړې وروسته افغانستان ته له ایرانه د کډوالو راستنېدل ډېر شوي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دغو راستنېدونکو ته د بېړنیو مرستو غوښتنه  کړې او ویلي یې دي چې هغوی ته دې د ملاتړ اوږدمهاله پروګرامونه جوړ شي.

د یادونې ده، د ایران او اسرائیلو ترمنځ دوولس ورځنۍ جګړه چې د غبرګولي په ۲۳مه پیل شوې وه او د روانې چنګاښ میاشتې تر درېیمې نېټې یې دوام درلود، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د اوربند له اعلان سره پای ته ورسېده.

نن (پنجشنبه) د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر (یون‌اېچ‌سي‌ار) پر خپله فېسبوک‌پاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې د دې ادارې استازی عرفات جمال په‌کې خبرې کوي او ویلي یې دي: «زه د افغانستان او ایران ترمنځ له پولې خبرې کوم، شا ته مې د خلکو یوه لویه ډله ده چې د جګړو له امله یې ایران پرېیښی دی.»

هغه وايي، دا هغه افغانان دي چې د تېرو څلوېښتو کلونو جګړو له امله یې افغانستان پرېیښی و او ایران ته کډوال شوي وو خو په دې وروستیو کې یې په ایران کې د جګړې او ناامنۍ له امله خپل هر څه پرېیښي او بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

نوموړي له نړۍوالې ټولنې غوښتي: «له موږ سره مرسته وکړئ څو له هغو کډوالو مرسته وکړو چې له ایرانه راستانه شوي، موږ بېړني ځواب ته اړتیا لرو خو ورته مهال د اوږدمهاله مرستو په اړه هم فکر وکړئ، ایا موږ غواړو دا سیمه لا هم بې‌ثباته پاتې شي؟ وروسته له ډېر وخته د وسلې کارول بند شوي، د بمونو غورځول پای ته رسېدلي خو ښايي وضعیت لا هم نازک وي، له موږ سره مرسته وکړئ څو له دغو خلکو سره مرسته وکړای شو او داسې شرایط برابر کړو څو هغوی وکولای شي خپل ژوند له هماغه ځایه چې چېرته وو، بېرته ورغوي.»

د پژواک د یوه خبر له مخې، پرون (د چنګاښ ۴مه) له ایرانه څه باندې ۳۰ زره افغان کډوال د اسلام‌کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د یادونې ده، له دې مخکې د هرات په اسلام‌کلا بندر کې چارواکو ویلي وو چې هره ورځ څه باندې لس زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستنېږي چې له دې ډلې ۷۰ سلنه یې په داوطلبانه ډول راځي او پاتې ۳۰ سلنه په زور را ایستل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.