کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۴): تېره اونۍ، ا.ا د ترهګرو په خوندي ځای د افغانستان د بدلېدو ادعا رد کړه، له ایرانه د افغان کډوالو راوتو زور اخیستی و، د روږدو د درملنې او راستنېدونکو لپاره د مرستې غوښتنه وشوه او ناروې له افغانستان سره څه باندې څلور میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- د بیل هایزنګا ادعا: افغانستان د تروریستي ډلو په امن پټنځای بدل شوی؛ ا.ا: دا ادعا په کلکه ردوو
- یوازې دوو ورځو کې له ایرانه ۶۰زره افغان کډوالو راستانه شول.
- یوناما: که بېړنۍ مرستې ونه شي راستنېدونکي به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
- متقي د اوایسي په ناسته کې: اسلامي نړۍ دې د وروسته پاتېوالي پر اسبابو ژور فکر وکړي.
- د هند د دفاع وزیر: د افغانستان د سولې او ثبات د ملاتړ برخه کې تل ثابتقدمه پاتې شوي یو.
- له نشهيي توکو سره د مبارزې نړۍواله ورځ؛ لاسته راوړنې، ننګونې او د مرستو غوښتنه
- جلالي: نړۍواله ټولنه دې د روږدو درملنې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
- یواېناوډيسي: افغانستان کې د نشهيي توکو کرکېله ۹۰ سلنه راکمه شوې.
- ناروې له افغانستان سره څه باندې څلور میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله اووه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان وو.
ځايي چارواکي وايي، تېره اونۍ، ناپېژانده کسانو د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې یو کس وژلی، په اندړو ولسوالۍ کې یوه کس خپله ښځه وژلې او په ناور ولسوالۍ کې د کوچیانو او د سیمې اوسېدونکو ترمنځ د څرځای پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی دی.
د راپورو له مخې، تېره اونۍ بامیان او پنجشېر کې د شخصي خصومت له امله درې کسان وژل شوي او یوه ښځه ټپي شوې او پروان کې د «ناسم پوهاوي» له امله پر امنیتي کسانو ډزو کې، یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.

د یادونې ده، وړمه اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله دوه کسان وژل شوي او نهه نور ټپيان وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
د امریکا د استازو جرګې د یوه غړي ادعا او په تړاو یې د ا.ا غبرګون
تېره اونۍ، د سوېل او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د فرعي کمیټې رییس بیل هایزنګا ادعا وکړه چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان یو ځل بیا «د تروریستي ډلو په یوه امن پټنځای» بدل شوی دی.
د هغه په وینا، یادې ډلې د سیمې او نړۍ په کچه د بریدونو ترسره کولو لپاره د خپلو وړتیاوو او ځواکونو د ډېرولو په حال کې دي.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د یادې ادعا په غبرګون کې ویلي، افغانستان یو واحد، پیاوړی حکومت لري، د هېواد په ټوله جغرافیه واکمن دی او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکاروي.
هغه زیاته کړې: «موږ د امریکا د مجلس له ادرسه مطرح شوې ادعا چې ګواکې په افغانستان کې بهرنۍ ډلې شتون لري یا چا ته ګواښ متوجه دی، په کلکه ردوو.»
له ایرانه د افغان کډوالو راستنېدو زور اخیستی
د چارواکو په وینا، تېرې اونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځ، د اسلامکلا بندر له لارې څه باندې ۶۰ زره افغان کډوال له ایرانه راستانه شوي دي.
تردې وړاندې د هرات اسلامکلا بندر کې مسوولینو ویلي وو چې د ورځې څه باندې لس زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستنېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، د روان زېږديز کال له پیله تراوسه یو میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي او اووه میلیونه نورو په بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان کې د کډوالۍ ژوند کوي.
سرچينې زیاته کړې چې که بېړنۍ مرستې ونه شي راستنېدونکي به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
د اوایسي او شانګهای غونډې
تېره اونۍ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۵۱مه غونډه کې وویل چې د اسلامي نړۍ هېوادونه په روان حالت کې د دې فرصت لري چې پر خپلو مشترکاتو سره را ټول شي، پر شته ننګونو او د وروسته پاتېوالي پر اسبابو ژور فکر وکړي.
دغهراز، هغه په دغه غونډه کې ویلي و افغانستان چمتو دی چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ، سوداګرۍ او اقتصادي اتصال لپاره مهم رول ادا کړي.
متقي زیاته کړې، د اسلامي امارت بهرنۍ اړیکې د متقابل درناوی او متوازن تعامل پر اصولو ولاړې دي او غواړي چي د یوه مثبت، باعزته او متقابلو همکاريو پر بنسټ د ولاړ تعامل نوی فصل پرانیزي.
د هند د بهرنيو چارو وزیر راجنات سینګ د چین په «چینګدایو» ښار کې د شانګهای همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو ناسته کې یو ځل بیا په افغانستان کې له سولې، امنیت او ثبات څخه د خپل هېواد پرېکنده ملاتړ اعلان کړ.
هغه ټینګار کړی چې هېواد یې د افغانستان د پرمختګ تر ټولو لوی سیمهییز شریک دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت، د هند د دفاع وزیر څرګندونې رېښتنې بللې، ویلي یې دي: «دا دریځ رېښتنی دی او موږ یې هرکلی کوو. په افغانستان کې دوامداره ټيکاو د ټولې سیمې په ګټه دی. زموږ هیله دا ده چې ټول هېوادونه د افغانستان اوسني واقعیتونه درک کړي او له روانو پرمختګونو د همکارۍ روحیه واخلي.»
له نشهیي توکو سره مبارزه
تېره اونۍ، د هېواد د عامې روغتیا وزارت مسوولینو له نشهيي توکو سره د مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د روږدو درملنې لپاره ۲۰ نوي مرکزونه جوړ شوي، ۳۰ مرکزونو ته ارتقا ورکړل شوې، د ۸۰ زره روږدو درملنه شوې او اوس عادي ژوند لري.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د روږدو درملنې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
دغهراز، د کورنيو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي چې امنيتي ځواکونو په تېرو څلورو کلونو کې د نشهيي توکو د له منځه وړولو په موخه شاوخوا ۹۸ زره عملیات تر سره کړي، چې په پایله کې یې د نشهيي توکو څه باندې ۲۰ زره کارخونې وېجاړې شوي، ۲۸ زر قاچاقوړونکي او مجرمين نیول شوي، ۸۵۰۰ ټنه نشهيي توکي له منځه وړل شوي او څه باندې ۳۸ زره جریبه ځمکه د نشهيي توکو له کښته پاکه شوې ده.
د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشهيي توکو سره د مبارزې سازمان د دفتر مشر ویلي، په افغانستان کې د نشهيي توکو کرکېله ۹۰ سلنه راکمه شوې ده.
تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (یواېناودیسي) وویل چې په افغانستان کې د نشهیي توکو د استعمال له امله رامنځته شوې ټولنیزې او روغتیایي ستونزې د پام وړ دي او درملنې ته محدود لاسرسی، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې، د هغو کسانو د رغېدو مخه نیسي چې د لوړ خطرلرونکي نشه یي توکي کاروي.
یاد دفتر د یو راپور په خپرولو سره ویلي و چې تر ۲۰۲۳ کال پورې نږدې ۲۷۰۰۰ کسان ـ چې ۲۶۷۰ یې ښځې او ۲۱۵۰ تر ۱۵ کلونو د کمعمر ماشومان دي- په افغانستان کې د لوړ خطرلرونکو نشهیي توکي کارول.
مرسته
تېره اونۍ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق اعلان وکړ چې ناروې له افغانستان سره ۴.۲۵ میلیون ډالر مرسته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP