Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي: اسلامي نړۍ دې د وروسته پاتې‌والي پر اسبابو ژور فکر وکړي

کابل (پژواک،۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۵۱مه غونډه کې ویلي، د اسلامي نړۍ هېوادونه په روان حالت کې د دې فرصت لري چې پر خپلو مشترکاتو سره را ټول شي، پر شته ننګونو او د وروسته پاتې‌والي پر اسبابو ژور فکر وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په دغه غونډه کې ویلي، افغانستان چمتو دی چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ، سوداګرۍ او اقتصادي اتصال لپاره مهم رول ادا کړي.

هغه دغه‌راز ویلي: «موږ چمتو یو چې د اسلامي همکاریو سازمان د یوې ستراتيژیکې اقتصادي اجنډا په چوکاټ کې د سیمه‌ییز اتصال، انرژۍ، لوجستیک او پانګونې برخو کې رغنده رول ادا کړو.»

نوموړي ویلي، د اسلامي امارت بهرنۍ اړیکې د متقابل درناوی او متوازن تعامل پر اصولو ولاړې دي او غواړي چي د یوه مثبت، باعزته او متقابلو همکاريو پر بنسټ د ولاړ تعامل نوی فصل پرانیزي.

هغه زیاته کړې: «زه د افغانستان اسلامي امارت په استازولۍ د اسلامي همکاریو سازمان ته وړاندیز کوم چې د خپل مسوولیت له مخې باید د خپلو هغو غړو هېوادونو چې اوس د ثبات پړاو ته داخل شوي، د بیا رغونې او اقتصادي ودې ملاتړ ته توجه وکړي.»

متقي دغه‌راز ویلي، نن افغانستان د اسلامي لارښوونو او شرعي احکاموسره سم د یووالي، امنیت، د بنسټونو د پیاوړتیا، اقتصادي ودې او بهرنیو اړیکو د بیارغونې په مسیر کې بې مخینې پرمختګ کړی دی.

هغه زیاته کړې: «افغانستان نن هغه هېواد نه دی چې د شخړو او شاتګ له زاویې تعریف شي، موږ  د خپل تاریخ د یو نوي باب پر سر ولاړ یو؛ داسې باب چې  د امنیت، حاکمیت او ملي یووالي له تثبیت وروسته، د اسلامي اصولو مطابق پرمختګ، همکارۍ او سیمه‌ییز اتصال لپاره نوي فرصتونه پرانیزي. موږ غواړو له اسلامي هېوادونو سره دا فرصت د اسلامي عقیدې په اساس د ګډو اقتصادي، فرهنګي او ستراتیژیکو پروژو له لارې د اسلامي اصولو مطابق تعریف کړو.»

نوموړي په دغه غونډه کې پر افغانستان اقتصادي بندیزونو ته په اشاري ویلي: «زموږ هېواد د غربي نړۍ د ځینو هېوادونو لخوا له نامشروع اقتصادي بندیزونو سره مخ دی، زه غواړم یادونه وکړم چې امریکا په افغانستان کې له شل کاله جګړې وروسته د افغان ملت ملي شتمنۍ کنګل کړي چې له امله یې د افغانستان طبعي اقتصادي پرمختګ له ننګونو سره مخ دی. زه د اسلامي همکاریو سازمان او غړو هېوادونو په مخ کې یو ځل بیا غږ کوم چې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمنۍ باید له ځنډ او خنډ پرته آزاده شي.

متقي د غونډې له ګډونوالو غوښتي چې پر افغانستان د لګول شوو اقتصادي او سیاسي محدودیتونو د لرې کولو لپاره له خپل ټول نفوذ کار واخلي.

متقي دغه‌راز ویلي، اسلامي امارت پر ایران د اسرائیلو وروستي بریدونه د نړۍوالو حقوقو له اساسي اصولو څرګنډه سرغړونه بولي او په کلکه یې غندي.

د هغه پر وینا، سیمه تپل شوو جګړو سخته ځپلې او نور د بل بحران او جګړې زغم نه لري.

متقي د خپلو خبرو په دوام ویلي، د اسلامي نړۍ هېوادونه په روان حالت کې د دې فرصت لري چې پر خپلو اسلامي مشترکاتو سره را ټول شي.

هغه زیاته کړې: «دا یې وخت دی چې اسلامي نړۍ د شته ننګونو له امله د وروسته پاتې والي په اسبابو ژور فکر وکړي تر څو وکولای شي راتلونکي نسل لپاره د داسې ګډ هویت تعریف وړاندې کړو چې د بهرنیو پدیدو پر ځای پر خپل اسلامي تاریخ او تمدن افتخار وکړي.»

متقي دغه‌راز د غزې وضعیت ته په اشارې ویلي: «په عمومي ډول په ټول فلسطین او په ځانګړي ډول په غزه کې د اسراییلي اشغالګر رژیم له خوا د فلسطيني ولس د نسل‌وژنې لړۍ په شدت سره دوام لري.»

د نوموړي په وینا، دا وضعیت د نړۍوال نظم، انساني ارزښتونو او حقوقي مېکانېزمونو تاریخي ازموینه ده چې تر ډېره پاتې پکې راغلي دي.

هغه زیاته کړې: «زه د اسلامي همکاریو سازمان پر غړو هېوادونو غږ کوم چې د فلسطین او ایران پرخلاف د اسراییلي رژیم د مظالمو مخه ونیسي... کنه د دې حالت دوام د سیمې د ټولو هېوادونو امنیت ته مستقیم ګواښ او ویجاړوونکي عواقب لرلای شي.»

د یادوني ده چي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۱مه غونډه د جون په ۲۱ او ۲۲ مه د ترکیې په استانبول کې ترسره شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.