Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د حکیم سنایي ښارګوټی امارتی تثبیت شو

غزني‌ښار (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني ولایت مقام وایي، د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د بېرته را ګرځولو د ځانګړې محکمې د حکم له مخې، د دغه ولایت د مرکز په «علي لالا صاحب» سیمه کې د حکیم سنایي ښارګوټی امارتي تثبیت شو.

د غزني ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې محکمې د پرېکړې له مخې، د یاد ښارګوټي ټوله ۱۲۹۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې ده او د اشخاصو اسناد مشکوک بلل شوي دي.

سرچېنې زیاته کړې، یاده ځمکه به د ځمکو په ذیرمتون کې د امارتي ملکیت په توګه ثبت شي او متصرفو اشخاصو ته به د اصولو مطابق په اجاره ورکړل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.