Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې

جلال‌اباد (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سره‌رود ولسوالۍ کې د نشه‌يي توکو یوه روږدي ځوان ځان‌وژنه کړې ده.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د سره‌رود ولسوالۍ اړوند د سیاف فامیلیو کې شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي: «یوه ۲۳ کلن ځوان چې اصلاً د پچیراګام ولسوالۍ د ګریخېل سیمې اوسېدونکی و او اوس یې د سره‌رود په یاده سیمه کې استوګنه لرله، پر نشه‌يي موادو روږدی او ذهني توازن یې برابر نه و، د خپل کور یوه کوټه کې ځان زندۍ کړی دی.»

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې پر مهال له نوموړي سره څوک حاضر نه و او مېرمن یې له څه مودې راهیسې د خسرګنۍ له خوا ترې بیول شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کندهار ولایت کې هم یوه ځوان ځان‌وژنه کړې وه.

د یادونې ده، د اسلام له نظره، د ځان وژل حرام دي او په ژوند کې د ستونزو هواري لپاره باید نورې لارې ولټول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.