Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل ښار د سړکونو د شبکې اصلاحي پلان تایید شو

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۴): کابل ښاروالي وايي چې «د کابل ښار د سړکونو د شبکې اصلاحي پلان» په رسمي ډول تایید او منظور شوی دی.

د کابل ښاروالۍ د مسوولینو په خبره، د دغه پلان موخه د ښاریانو د اوسنیو او راتلونو اړتیاوو پوره کولو او پلازمېنه کابل کې متوازن او دوامداره پرمختګ د زمینې برابرولو لپاره د یوه منسجم سیسټم رامنځته کول دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، کابل ښار په وروستیو دوو لسیزو کې په بې‌ساري توګه د نفوس زیاتوالي، بې‌پلانه پراختیا او د ښاري پلانونو د پر وخت نه پلي کېدو له امله له، په ځانګړې توګه په غیر پلاني سیمو کې ښاري خدمتونو ته د لاسرسۍ په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی.

د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو رییس انجنیر فایق‌احمد تسل ویلي چې د یادو ستونزو د حل لپاره یې د کابل د ښاري نقشې د چوکاټ پلان چې (په ۱۳۹۶ هـ ش کال کې تصویب شوی و) او د ګڼو نیمګړتیاوو له امله یې ښاري اړتیاوې نه شوای پوره کولای، په کاري پلان کې شامل شو.

هغه زیاته کړې: «دغه بهیر د کور او ښار جوړولو وزارت په همکارۍ پر مخ یوړل شو او د قانوني پړاوونو له طی کولو وروسته، د کابل ښار د سړکونو د شبکې اصلاحي پلان په رسمي توګه تایید او منظور شو.»

خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه پلان له مخې، د کابل ښاروالۍ د سړکونو جوړول د هغه د لومړیتوبونو او ارزښت په پام کې نیولو سره پیل کړي دي.

سرچینې زیاته کړې: «لکه څرنګه چې هېوادوال خبر دي، سړکونه نه یوازې په ټرانسپورت او تګ‌ راتګ اسانتیا رامنځته کوي، بلکې د نورو ښاري خدمتونو لکه د اوبو رسولو، مخابراتو، نوري فایبر، برېښنا، ککړو اوبو سیسټم او د شنو دهلیزونو په شان د شبکو اساسي بنسټ هم بلل کېږي. د دغه پلان په سم تطبیق سره به کابل په یو منسجم جوړښت، بنسټیزو خدمتونو ته د اسانه لاسرسي او په یو پاک او سالم چاپېریال لرونکي ښار بدل شي.»

خبرپاڼه کې دغه‌راز راغلي چې دغه اقدام نه یوازې د ښاریانو د ژوند کیفیت ښه کوي بلکې د یوه پایداره او عصري ښار په توګه کابل کې د پانګونې جلب او اقتصادي ودې ته زمینه هم برابروي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.