Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خوړو نړۍوال پروګرام: له وچکالۍ زیان‌منونکو افغان کورنیو لپاره مو ۱.۷ میلیون ډالر مرسته ترلاسه کړي

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړۍوال پروګرام وایي چې د دغه سازمان د بېړني غبرګون له صندوق (CERF) څخه یې ۱.۷ میلیونه امریکايي ډالر مرسته ترلاسه کړې څو د وچکالۍ پر مهال د اغېزمنېدونکو افغان کورنیو ملاتړ وکړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د بېړني غبرګون له صندوق (CERF) څخه یې ۱،۷ میلیون ډالره مرسته تر لاسه کړې څو د وچکالۍ په جریان کې د افغان کورنیو ملاتړ وکړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د دغې مرستې هرکلی کړی او دا یې د وچکالۍ په برخه کې د کورنیو له بحراني وضعیت سره د مخ کېدو د مخنیوي لپاره مهمه بللې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، دا مرسته به په فاریاب ولایت کې نږدې په ۸۰۰۰ کورنیو ووېشل شي چې هره کورنۍ به ۱۵۰ ډالر تر لاسه کړي او هغه کورنۍ چې د ښځو له خوا سرپرستي کېږي یا معلول غړی لري، ۳۰ ډالر اضافه مرسته به ترلاسه کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو د بېړني غبرګون صندوق د ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې له ۳۳ میلیونه ډالرو ډېره مرسته کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.