Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ناروې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره نږدې یو میلیون امریکايي ډالر مرسته اعلان کړې

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۴): ناروې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ (UNHCR) سره د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه لس میلیونه نارویژي کرون (نږدې یو میلیون امریکايي ډالر) مرسته اعلان کړې ده.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدو بهیر چټک شوی دی.

سرچینه زیاتوي، د مخ پر زیاتېدونکو بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره، ناروې له خپلې بشري بودجې د راستنېدونکو د ملاتړ لپاره لس میلیونه نارویژي کرون چې ۹۹۰۰۰۰ امریکايي ډالر کېږي، ځانګړي کوي.

د یادونې ده، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق د چنګاښ په ۶مه ویلي وو چې ناروې له افغانستان سره ۴.۲۵ میلیونه ډالر بشري مرسته کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.