هرات (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۴): هرات کې یو شمېر کروندګر په دغه ولایت کې د وچکالۍ دوامداره کېدو او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټيټېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو وايي چې د تېرو کلونو په پرتله په هرات کې د شولو په کښتونو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
دوی د تېلو بیو له لوړېدو د شکایت ترڅنګ له پژواک اژانس سره خبرو کې وویل چې له څاګانو د خپلو شولو د کښتونو اوبولو توان نه لري.
د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د شولو کروندګر شریفاحمد چې د خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ لګښتونه د کرنې له لارې پوره کوي وايي: «سږ کال هغه ځمکه چې شولې مې پرې کرلې دي، د نورو کلونو په پرتله ډېره کمه ده.»
هغه زیاته کړه، نه یوازې یې خپله، بلکې د دې ولسوالۍ ډېری بزګران د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له امله نه دي توانېدلي څو پر خپلو ټولو ځمکو شولې وکري.
د هغه په خبره، سږ کال په ګذره ولسوالۍ کې د تېر کال په پرتله د شولو کښت شاوخوا ۷۰ سلنه کم شوی دی.
هغه د سلما بند تړل کېدل او د ځمکې لاندې اوبو کچې د پام وړ ټیټېدل د دغه کموالي اصلي دلیل وباله.
په ګذره ولسوالۍ کې د شولو بل کروندګر سیدعبدالله وايي، پر دې سربېره چې د اوبو کچه ټیټه شوې، خو د نورو کښتونو د لږ حاصل ورکولو له امله اړ شوي څو د خپلو ځمکو پر یوه برخه شولې وکري.
هغه وویل، که څه هم تېر کال یې دوهنیم جریب ځمکه شولې کړې وې، خو سږ یې پر یو جریب ځمکه شولې کرلې او هیله لري چې یونیم ټن وریجې ترې ترلاسه کړي.
هغه د تېلو، کيمیاوي سرې او طبیعي افتونو د درملو له لوړې بیې شکایت وکړ او ویې ویل چې ډېری بزګران د لوړو بیو او لګښتونو له امله د کښت کولو توان نه لري.
بلخوا، د هرات د انجیل ولسوالۍ یوه بزګر محمدنعیم د وارداتي وریجو د بیو په نسبت د کورنیو وریجو د بیو پر ټیټوالي نیوکه وکړه او ویې ویل: «موږ په زیات لګښت شولې کرو، خو خپل حاصلات په کمه بیه پلورو.»
هغه وايي، تېر کال یې پر ۱۲ جریب ځمکه شولې کرلې وې خو سږ کال یې یوازې پر پنځه جریب ځمکه شولې کرلې دي.
د محمدنعیم په وینا، سره له دې چې د یاد ولایت وریجې ډېر ښه کیفیت لري، خو سربېره پر هغه هم بیه یې د وارداتي وریجو په پرتله ډېره ټیټه ده.
بلخوا، د کرنې برخې یوه کارپوه انجنیز شفیع رحماني د شولو کرل د اوبو کچې کمېدو لامل بولي او وايي چې د وچکالۍ کچې ته په پام باید کروندګر د شولو بدیل کښت پیل کړي چې د اوبو کموالي پر وړاندې مقاوم او ډېر عاید لرونکي حاصلات ولري.
رحماني، انجه د شولو یو بدیل کښت بولي او زیاته یې کړه د اوبو کمښت ته په پام دغه بوټی کولای شي د کروندګرو لپاره یو ښه عاید لرونکې سرچینه و اوسې؛ ځکه په وینا یې، دغه بوټی له یوې خوا د وچکالۍ او اوبو کمښت پر وړاندې مقاوم دی او بلخوا د دغه بوټي حاصلات نړۍوال ارزښت لري.
هغه زیاتوي چې کروندګر باید د وچکالۍ د مخنیوي لپاره د هغو بوټو له کرلو چې ډېرو اوبو ته اړتیا لري، ډډه وکړي.
ورته مهال، د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د شولو کروندو د پام وړ کمېدل تاییدوي او اساسي لامل یې د اوبو کچې ټیټيدل او د وچکالۍ ډېروالی بولي.
د یاد ریاست د ترویج مدیر بشیراحمد احمدي وايي چې د وچکالۍ او کافي اوبو نشتوالي له امله د هرات هغو کروندګرو چې شولې کري، سږ کال له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ هکتاره ځمکه شولې کرلې، خو دغه اداره د کروندګرو د ملاتړ په هڅه کې ده.
احمدي زیاتوي، ډېرې هغه ځمکې چې شولې پرې کرل کېږي، د هرات په ګذره، انجیل، چشت او اوبه ولسوالیو کې دي او د دې ادارې شمېرې ښیي چې د تېر کال په پرتله په دغو ولسوالیو کې شولې لږ کرل شوې دي.
د کرنې ریاست د ترویج مدیر زیاته کړه چې تېر کال پر ۳۱۴۹ هکتاره ځمکه شولې کرل شوې وې خو په وینا یې، سږ کال دغه کچه ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ هکتارو ته راټیټه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د وچکالیو او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو له امله حکومتي مسوولینو په ۱۴۰۲ کال کې په هرات او د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې د شولو پر کرلو د اوبو د ډېر مصرف له امله بندیز لګولی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP