کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د اورګاډي له لارې افغانستان او د مرکزي اسیا هېوادونو ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات له ۵۰ سلنې څخه ډېر زیات شوي دي.
رویټرز خبري اژانس پرون (چهارشنبه) د سوداګرو له قوله راپور ورکړی چې دا زیاتوالی په داسې حال کې راغلی چې روسیې خپل د انرژۍ بهیر له اروپا څخه بل لور ته اړولی او د ایران جګړې د منځني ختیځ د نفتو عرضه کمه کړې ده.
په راپور کې راغلي: «افغانستان او مرکزي اسیا په لومړیو درېیو میاشتو کې د اورګاډي له لارې له روسیې او بلاروس څخه د سون توکو واردات له ۵۰ سلنې زیات کړي، ځکه مسکو خپل د انرژۍ بهیر له اروپا اړوي او د ایران جګړه د منځني ختیځ د نفتو رسونه محدودوي.»
راپور زیاتوي چې د جنورۍ څخه تر مارچ پورې دې سیمې ته د سون توکو لېږد ۳.۳۴۷ میلیونه مټریک ټنو ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې، له هغه وخت راهیسې چې اروپايي ټولنې د ۲۰۲۳ کال په فبروري کې د روسیې پر نفتي محصولاتو بندیزونه ولګول، دا سیمه د روسیې د سون توکو لپاره اصلي صادراتي بازار ګرځېدلې ده.
همدارنګه، که څه هم روسیې د جولای تر پایه د پټرولو صادرات بند کړي، خو د مرکزي اسیا ډېر هېوادونه چې له روسیې سره د سون توکو د عرضې بینالدولتي تړونونه لري، له دغو محدودیتونو معاف دي.