کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته ولاړ.
اقتصادي معاونیت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ لوړپوړی امارتي پلاوی نن له غرمې مخکې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه د اذربایجان په رسمي بلنه دغه هېواد ته روان شو.
سرچینې لیکلي، ټاکل شوې ملا عبدالغني برادر به د دغه سفر پر مهال د ایکو سازمان د ۱۷مې سرمشریزې په عمومي غونډه کې د ګډون او وینا ترڅنګ د اذربایجان له یو شمېر چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا په اړه هم ناستې ولري.
دغه راز، د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان ۱۷مه سرمشریزه د دغه سازمان د غړو هېوادونو د ولسمشرانو او لوړپوړو چارواکو په شتون کې د جولای په درېیمه او څلورمه نېټه د اذربایجان په کوربهتوب ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP