غزنيښار (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یوې ماشومې په اوبو کې د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ د دغه ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په خاشا کلي کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، یاده دوه کلنه ماشومه د خپل کور ترڅنګ د اوبو په یوه حوض کې لوېدلې او مړه شوې ده.
د یادونې ده، له دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP