منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:42 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
پېښې

غزني کې یوې ماشومې اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی

د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یوې ماشومې په اوبو کې د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

· 1 دقیقه لوستل · 277 کتنې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یوې ماشومې په اوبو کې د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ د دغه ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په خاشا کلي کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، یاده دوه کلنه ماشومه د خپل کور ترڅنګ د اوبو په یوه حوض کې لوېدلې او مړه شوې ده.

د یادونې ده، له دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې شوې دي.

واحدالله جمعه‌زاده