Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې پر کرنه د وچکالۍ اغېز؛ کروندګر: د هندواڼو حاصلات مو د پام وړ کم شوي

خوست‌ښار (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴): خوست کې یو شمېر کروندګر وایي، سږ کال یې د وچکالۍ له امله د هندواڼو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی او له حکومته غواړي چې د دوی کښتونو ته د اوبو برابرولو ترڅنګ د اصلاح شوو تخمونو، سرې او درملو برخه کې هم مرسته وکړي.

د خوست ولایت د علیشېرو تریزو ولسوالۍ د ببرک تاڼې سیمې يوه کروندګر فضل‌الرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت اقلیم د هندواڼو پالیزونو لپاره مناسب دی خو سږ کال یې حاصلات کم شوي؛ ځکه چې د اوبو د کموالي ترڅنګ نه اصلاح شوي تخمونه شته، نه کیمیاوي سرې، نه درمل او نه هم سړې خونې.

نوموړي زیاته کړه: «په دې کې حکومت هيڅ نه دي کړي؛ ځکه تخمونه، سرې، سړې خونې، درمل او د اوبو برخه کې یې همکاري نه ده کړې، هر څه موږ خپله کوو، موږ ته داسې درمل راځي چې کیفیت یې خراب وي او که ښه درمل راکړل شي، حاصلات مو نور هم ښه کېږي.»

د یادې سيمې يوه بل کروندګر بخت‌الله هم پژواک ته وويل، سږ کال یې د وچکالۍ له امله د هندواڼو پالېزونو سمه وده نه ده کړې او بل خوا حکومت اجازه نه ورکوي چې خپلو ځمکو ته ژورې څاګانې وکنو.

هغه زیاتوي: «څو ځله مو اړوند ادارو ته مراجعه کړې، اجازه نه راکوي چې برمې پاکې کړو، موږ یوازې د برمو پاکولو اجازه ترې غوښتې خو بیا یې هم اجازه نه ده راکړې، د مور او میرې چلند راسره کېږي.»

بلخوا، د کرنې برخې کارپوهان وايي، اقلیمي بدلون د افغانستان پر کرنیز سکټور ژور منفي اغېز کړی چې له امله یې کرنیز حاصلات کم شوي دي.

یوه کارپوه ميرنواز علمي پژواک ته وويل، دا چې اقلیمي بدلون نه یوازې افغانستان، بلکې ټوله نړۍ اغېزمنه کړې، نو که حکومت د خوست په ګډون د هېواد په نورو لرو پرتو سیمو کې د اوبو ذخیروي بندونه جوړ کړي، د اوبو د کموالي ستونزه یو څه ورسره هوارېدای شي.

دغه‌راز، د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین هم وايي چې تېر کال په دغه ولایت کې پر شاوخوا ۱۳۰ هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوې وې خو سږ کال د وچکالۍ له امله کمې کرل شوې دي.

د خوست د کرنې ریاست سلاکار بهیرګل صابري پژواک ته وویل، په مرکز او ټولو ولسوالیو کې یې د کروندګرو د ستونزو هواري لپاره د ترویج مرکزونه جوړ کړي دي.

دی وايي: «سږ کال د وچکالۍ له امله په دغه ولایت کې بزګرانو هندواڼې کمې کرلې؛ ځکه چې د هندواڼو پالېزونه ډېرې اوبه غواړي.»

ورته مهال، د خوست د والي وياند مستغفر ګربز پژواک ته وويل، څه موده وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست دغه ولايت ته د خپل سفر پر مهال ژمنه کړې وه چې په هره ولسوالۍ کې يو- يو د اوبو ذخيروي بند په پلان کې لري چې ورسره به د اوبو سطحه لوړه شي.

هغه زیاته کړه، د ياد پلان له مخې په مرکز او يو شمېر ولسوالیو کې بېلابېل بندونه جوړ شوي او هیله ده، د دغه پلان په بشپړ تطبیق سره د بزګرانو شته ستونزې تر ډېره حل شي.

د خوست د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، تېر کال په دغه ولایت کې د هندواڼو ټول حاصلات ۳۹۰۰ ټنه وو، خو سږ کال دا کچه ۲۶۰۰ ټنه اټکل شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.