Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال‌اباد ښار کې د دوو پروژو چارې پیل شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴): د ننګرهار سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار اتمې ناحیه کې د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښټ د دوو پروژو چارې پيل شوې.

د جلال‌اباد ښاروالۍ مرستیال مولوي محمداسحاق سعید نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې په دغو پروژو کې د یونیم کیلومتر سړک پخول او د استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.

هغه زیاته کړه چې پر یادو دوو پروژو ۱۸ میلیون افغانۍ لګښت راځي او دغه راز به ورسره لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

سعید وویل، هڅه کوي چې د ښار بېلابېلو برخو ته دا ډول پروژې وغځوي څو هم د خلکو تګ راتګ اسانه او هم د بېکارۍ کچه راټیټه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.