Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سومالیا کې د یوې چورلکې لوېدو پېښه کې پنځه کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د سومالیا په موګادیشو ښار کې د یوې چورلکې لوېدو له امله کې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دغه چورلکه په سومالیا کې د افریقايي ټولنې د ثبات او ملاتړ ماموریت اړوند وه چې پرون د دغه هېواد د موګادیشو ښار په «عدن عدي» نړۍوال هوايي ډګر کې لوېدلې ده.

سرچینې زیاته کړې، په یاده چورلکه کې اته کسان سپاره وو چې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور د سختو پټونو او سوځېدو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سرچینې په خبره، د لوېدو شدت په چورلکه کې د مهماتو د چاودنې لامل شوی چې له امله یې د سقوط ځای ته څېرمه ځینې تاسیسات ویجاړ شوي او درې ملکي کسان پکې ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.