ژبه

سومالیا کې د یوې چورلکې لوېدو پېښه کې پنځه کسان مړه شوي

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د سومالیا په موګادیشو ښار کې د یوې چورلکې لوېدو له امله کې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">الجزیرې راپور ورکړی چې دغه چورلکه په سومالیا کې د افریقايي ټولنې د ثبات او ملاتړ ماموریت اړوند وه چې پرون د دغه هېواد د موګادیشو ښار په «عدن عدي» نړۍوال هوايي ډګر کې لوېدلې ده.</p>

<p style="text-align: justify;">سرچینې زیاته کړې، په یاده چورلکه کې اته کسان سپاره وو چې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور د سختو پټونو او سوځېدو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د سرچینې په خبره، د لوېدو شدت په چورلکه کې د مهماتو د چاودنې لامل شوی چې له امله یې د سقوط ځای ته څېرمه ځینې تاسیسات ویجاړ شوي او درې ملکي کسان پکې ټپیان شوي دي.</p>

ورته موضوع