کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، د اسلامي امارت له لوري د ټاپ پروژې لار نقشه نهايي شوې او هڅه کوي چارې یې له کوم ځنډ او خنډ پرته پر مخ ولاړې شي.
اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند اذربایجان ته د خپل رسمي سفر پر مهال د ایکو سازمان په څنډه کې پرون د دغه هېواد په خنکندي ښار کې د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي چې د دې لیدنې پر مهال د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګډو او مهمو اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
په لیدنه کې ملا برادر د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو پراختیا په موخه په عشقاباد کې د سفیر او په ماري کې د جنرال قونسل کچې ته د اسلامي امارت د ډیپلوماتیکو اړیکو لوړېدل مهم بللي دي.
هغه ویلي، د کابل او عشقاباد ترمنځ له ګډو اقتصادي مشترکاتو یوه مهمه پروژه ټاپي ده چې د دواړو هېوادونو او همداراز د سیمې ترمنځ یې د لا ډېرې همکارۍ د پراختیا زمینه برابره کړې ده.
برادر زیاته کړې، د اسلامي امارت له لوري د ټاپ پروژې لار نقشه هم نهايي شوې او پوره هڅه کوي چې په افغانستان کې د دې پروژې چارې له کوم ځنډ او خنډ پرته پر مخ ولاړې شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پياوړتیا لپاره په عشقاباد او کابل کې د سوداګرۍ خونو او بانکي څانګو پر پرانیستل کېدو او همداراز افغان سوداګرو ته د ويزو ورکړې برخه کې د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.
برادر ویلي: «د کانونو، ترانسپورټ، ترانزیټ، خدمتونو، سیمهییزې زېربنا او بنسټیزو پروژو د پیل او مدیریت برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو ځای کار کول به د دواړو په اقتصادي ثبات، پراختیا او ښېرازۍ کې مؤثر رول ولوبوي.»
نوموړي د کرنې برخه کې د ترکمنستان تجربو او پرمختګ ته په کتو له هغه هېواد غوښتي چې په دې برخه کې خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړي او د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه پرې ګډ کار وکړي.
همدارنګه په دې لیدنه کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف ویلي چې ترکمنستان تل له افغانستان سره د ښو او دوستانه اړیکو غوښتونکی هېواد پاتې شوی دی.
هغه زیاته کړه: «زموږ جمهور رییس تل په نړۍوالو سټېجونو کې د افغانستان ملاتړ کړی او هلته یې د ترسره شوو پرمختګونو ستاینه کړې ده.»
مرادوف ویلي چې ترکمنستان چمتو دی څو له افغانستان سره د سیاسي اړیکو ترڅنګ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا برخه کې ګډ کار ته دوام ورکړي.
نوموړي د ټاپي پروژې یادونه کړې او ویلي یې دي چې د دې سترې پروژې کارونه د پلان له مخې روان دي او هغه له افغان لوري غوښتي چې د ټاپ پروژې د مسیر تفصیلي نقشه له ترکمنستان سره شریکه کړي، څو پاتې تخنیکي او تطبیقي چارې یې نهایي شي.
سرچینې لیکلي، په یاده لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته او تر کار لاندې پروژو د چټکتیا په اړه ټینګار شوی، څو دغه پروژې پر ټاکلي مهال بشپړې شي.
په پای کې دواړو لورو پرېکړه کړې چې د یادو همکاریو د پرمختګ او منظم تعقیب په موخه به د دواړو هېوادونو د لومړیو وزیرانو مرستیالان وخت په وخت اړوند موضوعات تعقیب کړي او پر پرمختګونو به څارنه ولري.
د یادونې ده، ټاپ له ترکمنستانه د افغانستان له خاورې پاکستان ته د برېښنا لېږدونې پروژه ده، په یاده پروژه کې د ترکمنستان له ماري ښاره تر پاکستان پورې د برېښنا ۵۰۰ کیلوولټ مزي غځول شامل دي؛ دغه مزی ۷۰۵ کیلومتره د افغانستان په خاوره کې غځول کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP