Language

د اسیا ملتونو جام سیالۍ؛ د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې سیال ټیمونه اعلان شول

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴): د فغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د اسیا ملتونو جام (کافا) د ګروپي پړاو سیالیو لپاره د افغان فوټبال ملي لوبډلې سیال ټیمونه اعلان شول.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون تېره شپه پر فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د مرکزي اسیا ملتونو جام (کافا) سیالیو د دویم پړاو لپاره پچه اچونه وشوه او د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې سیالان مشخص شوي دي.

سرچینې ویلي چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په (B) ګروپ کې له ایران، تاجکستان او مالیزیا او په (الف) ګروپ کې اوزبېکستان، قرغیزستان، ترکمنستان او عمان یوځای لوبه کوي.

د فوټبال فدراسیون لیکلي چې د ۲۰۲۵ کال د اسیا ملتونو جام (کافا) دویم پړاو سیالۍ به د روان کال د اګسټ له ۲۹مې د سپتمبر تر ۸مې د تاجکستان او اوزبېکستان د ۸ لوبډلو په ګډون ترسره شي.‏

د  «A» ګروپ لوبې به د اوزبېکستان په کوربه‌توب او د «B» ګروپ لوبې به د تاجکستان په کوربه‌توب ترسره شي.