کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴): د روسیې له خوا د افغانستان د اسلامي امارت له په رسمیت پېژندلو وروسته، د چین د بهرنیو چارو وزارت د دغه اقدام د هرکلي ترڅنګ ټینګار کړی چې بیجینګ د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پراختیا ملاتړ کوي.
د یادونې ده، پرون روسیې اعلان وکړ چې د افغانستان د نوي سفیر باورلیک یې منلی او په دې توګه لومړنی هېواد شو چې اسلامي امارت یې په رسمیت وپېژاند.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: «موږ باور لرو چې د افغانستان د اسلامي امارت د دولت په رسمي توګه په رسمیت پېژندلو اقدام به زموږ د هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د رغنده دوه اړخیزو همکاریو پراختیا ګړندۍ کړي.»
د روسیې له لوري د اسلامي امارت له په رسمیت پېژندلو وروسته، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ نن (جمعه) په یوه خبري غونډه کې د روسیې د دغه اقدام هرکلی کړی دی.
هغه ويلي چې هېواد يې د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د کچې زیاتېدو ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې، بيجينګ په دې باور دی چې افغانستان بايد له نړۍوالې ټولنې منزوي پاتې نهشي او په خبره یې، د اوسني وضعیت له پامه غورځولو له امله د بيجينګ او کابل ترمنځ ډيپلوماتيکې اړيکې هیڅکله نه دي پرې شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP