Language

کونړ کې یو ماشوم د انسان‌تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کونړ ولایت په چپه‌ دره ولسوالۍ کې یو ماشوم د انسان‌تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او د پېښې په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي، د کونړ د امنیې قوماندانۍ پولیسو یاد ماشوم چې د چپې درې ولسوالۍ له مربوطاتو تښتول شوی و، د عملیاتو په ترڅ کې پیدا کړی او ژغورلی دی.

سرچینې زیاته کړې چې ژغورل شوی ماشوم خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یو کس د یادې قضیې په تړاو نیول شوی او په دې اړه څېړنې روانې دي.