Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حماس: غزه کې د اوربند طرحې پلې کېدو لپاره خبرو ته چمتو یو

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، حماس د امریکا له لوري په غزه کې د اوربند طرحې پلې کېدو لپاره خبرو ته چمتووالی ښودلی دی.

الجزیرې ټلوېزیون نن په یوه راپور کې د حماس له قوله لیکلي، دوی چمتو دي چې په غزه کې د اوربند لپاره د وړاندیز شوې طرحې په اړه سمدسي خبرې پیل کړي.

حماس ویلي، دوی په غزه کې له اسرائیلو سره د اوربند په اړه د خبرو اترو د پلانونو ملاتړ کوي، مګر د تضمین غوښتنه یې کړې چې دا پروسه باید دایمې اوربند ته لار هواره کړي.

په راپور کې راغلي، د اسرائیلو په تازه بریدونو کې تېره شپه ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چنګاښ په ۱۱مه ویلي وو چې اسرائیل په غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند له وړاندیز شوې طرحې سره هوکړه کړې او له حماسه یې هم غوښتي وو چې دغه طرحه ومني.

ټرمپ یاده طرحه د «وروستي وړاندیز» په توګه یاده کړې وه او ویلي وو چې دغه وړاندیز به د قطري او مصري منځګړو له خوا حماس ته وړاندې شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.