کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د ډېزلو او اوبلن ګاز بیې یو څه ټیټې شوې خو د هندي بورې بیه لوړه شوې ده.
کابل ښار کې احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن په کابل کې د تېرو اوو ورځو په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ۶۴ افغانۍ ده.
خو نوموړی وايي چې د تېرو اوو ورځو په نسبت د یو لېتر ډېزلو بیه له ۶۸ څخه ۶۷ افغانیو ته راټیټه شوې؛ ځکه چې د د ډېزلو بیه په نړۍوالو بازارونو کې هم ټیټه شوې ده.
دغهراز، د کابل ښار په دهنباغ کې یو هټۍوال محمدجان امین وايي چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یوه کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۵۸ څخه ۵۰ افغانیو ته ټیټه شوې؛ ځکه چې له ایرانه د ګاز واردات بېرته پیل شوي دي.
د خوراکي توکو بیې
په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۵۰۰ څخه ۲۵۵۰ ته لوړه شوې؛ ځکه چې واردات یې کم شوي دي.
خو نوموړی وايي، نن هم لکه د تېرو اوو ورځو په څېر په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سېله وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو بیه ۱۴۵۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه ۱۷۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام تور افریقایي چای بیه ۴۰۰ او د یوه کیلو شین اندونیزیایي چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچونپلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سرو زرو بیې
کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن هم د تېرو اوو ورځو په څېر د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه ۶۰۰۰ افغانۍ او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه ۴۷۰۰ افغانۍ ده.
د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو له بیو سره تړاو لري.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه ډالر د پېر بیه ۶۹ اعشاریه ۳۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۵ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې چې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۷مه د یوه ډالر د اخیستو بیه ۷۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانۍ تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP