Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ماشومانو لپاره د بسته‌بندي شوو خوراکونو د زیانونو په تړاو د پژواک له یوه راپوره هرکلی

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴): د صحت طفل روغتون سرطبیب او ځینو ډاکټرانو د «د ماشومانو لپاره په بسته‌بندي شوو خوراکونو کې کیمیاوي رنګونه؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره جدي ګواښ» په عنوان د پژواک وروستی راپور د عامه پوهاوي کچې په لوړېدو او د یادو خوراکونو د پلور د مخنیوي لپاره د مسوولینو د پاملرنې جلبېدو کې اغېزناک ګام بللی دی.

د پژواک خبري اژانس یاد راپور د روان کال د چنګاښ په ۸مه خپور کړ چې د ډاکټرانو او میندو له لوري یې هرکلی وشو.

د ډاکټرانو هرکلی

د کابل ښار د اندراګاندي روغتون سرطبیب وویل: «په پيل کې د پژواک له اژانسه مننه کوم چې داسې راپور یې چمتو کړی څو وکولای شو خپلې میندې او خویندې خبرې او پوهې کړو څو هغه څه چې په بازارونو کې د ماشومانو لپاره پلورل کېږي… پر بېلابېلو ناروغیو د ماشومانو د اخته کېدو لامل ګرځي.»

هغه وايي، مور او پلار باید خپل ماشومان وګرځوي چې داسې خوراکي توکي ونه خوري او په بدل کې یې خپلو ماشومانو ته په کور کې باکیفیته خوراکي توکي چمتو کړي.

دغه‌راز، د صحت طفل روغتون عمومي جراح ډاکټر رامش قدیر وویل: «ما د ټول راپور متن ولوست، د موضوع اړوند ټول اړخونه په کې راخیستل شوي، د داسې راپورونو مثبتې اغېزې ډېرې دي؛ ځکه هر څوک چې دغه راپور ولولي او ویې ګوري، حتمن د داسې خوراکونه له خوړلو خپل ماشومان ګرځوي.»

ورته مهال، د کابل ښار په وزیر محمداکبر خان روغتون کې د داخله ناروغیو موظف متخصص ډاکټر سید فریدشاه رفیعي وايي: «د ماشومانو لپاره په خوراکي محصولاتو کې له کیمیاوي رنګونو د استفادې په اړه د پژواک راپور د راتلونکي نسل د روغتیا لپاره یو مهم خبرداری دی، یاد توکي کولای شي د هاضمې په سیستم کې د اختلالاتو، حساسیتونو، تمرکز او حافظه کې ستونزو او ان اوږدمهاله جدي خطرونو لکه د سرطان لامل شي.»

هغه زیاته کړه، داسې راپورونه د عامه پوهاوي کچې لوړېدو لامل ګرځي، د یادو توکو د پلور مخنیوي لپاره د مسوولو بنسټونو پاملرنه جلبوي او د قوانینو د اصلاح او ناسالمو محصولاتو د کنټرول لپاره ټولنیز فشار رامنځته کوي.

هغه په پای کې زیاته کړه: «وړاندیز کوم چې د رسنیو او روغتیا متخصصین له یو بل سره په همکارۍ دا ډول موضوعګانې لا ډېرې وڅېړي څو مثبتې پایلې ولري.»

دغه‌راز، د کابل ښار د انتاني او تخصصي روغتون د انتاني ناروغیو ترېتر متخصص ډاکټر فریدالله عمري وویل: «موږ د دغه ډول راپورونو ستاینه کوو او تل غواړو چې دا ډول متنونه او راپورونه لا ډېر نشر شي څو زموږ ماشومان پر ناروغیو اخته نه شي.»

ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د عامه اړیکو د اطلاعاتو متخصص هم د پژواک دغه راپور د عامه پوهاوي کچې لوړېدو برخه کې اغېزناک وباله.

هغه زیاته کړه: «په ټوله کې غوره دی؛ ځکه دا ډول ستونزې رښتیا هم شته، زموږ ټیمونه چې د درملو او خوړو په اداره کې کار کوي، هره ورځ دې ستونزو سره مخ شوي، له نېکه‌مرغه د دا ډول قضیو ډېرو برخو ته موږ رسیده‌ګي کړې او سږکال زموږ د عامه پوهاوۍ برخه فعاله شوې، ښوونځیو او نورو ځایونو ته ځي او په عملي توګه خلکو ته پوهاوی ورکوي.»

هغه هم له رسنیو غواړي چې د دغه ډول راپورونو خپرول ډېر کړي.

ميندې

د یلدا ابراهیمي په نوم یوه مور وايي، د پژواک د راپور له لوستو وروسته یې پرېکړه وکړه چې خپلو ماشومانو ته اجازه ور نه کړي چې دغه خوراکي توکو وپېري او وخوري.

هغې زیاته کړه: «وړوکی زوی او وړه لور مې زما په خوله نه کوي، همدا بازاري شیان اخلي او خوري یې، ضد کوي، په زور او په ژړا پیسې اخلي، ان کله ناروغېږي هم خو وروسته له دې ورته اجازه نه ورکوم چې وا یې خلي.»

دغه‌راز د ستایش احمدزۍ په نوم یوه بله مور وايي: «د پژواک خبري اژانس راپور مې ولوست، دغه خوراکي توکي څومره زیان لري خو موږ نه پوهېدو، اوس پوه شوم چې زیان لري، ماشومانو ته مې اجازه نه ورکوم چې دغه چپسک، پفک او پاپړ واخلي.»

دواړو ميندو د پژواک دغه راپور وستایه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.