Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې یو کس چې د یوې نجلۍ د په نوم کولو لپاره یې هوایې ډزې کړې وې، نیول شوی

خوست‌ښار (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د خوست امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یو کس چې د یوې نجلۍ د په نوم کولو لپاره یې هوايي ډزې کړې وې، نیول شوی دی.

د خوست امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر لخوا په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خوست ښار درېیمې امنیتي حوزې منسوبینو یو کس چې په جبري توګه یې د یوې نجلۍ له رضایت پرته د هغې د کور مخې ته هوایي ډزې کړې وې او غوښتل یې ځان ته یې په نوم کړي، ونیول شو.

خبرپاڼه کې راغلي، دغه کس د یادې نجلۍ د کورنۍ له لوري له عریضې کولو وروسته نیول شوی دی.

خبرپاڼه کې د نیول شوي کس هویت او د پېښې د ځای په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.

سرچینه زیاتوي: «د خوست امنیه قومندانۍ یو ځل بیا څرګندوي چې د زور، ګواښ او غیرقانوني فشار له لارې د نکاح هڅې د اسلامي ارزښتونو خلاف دي او د مشرتابه له فرامینو ښکاره سرغړونه بلل کیږي او اسلامي امارت ژمن دی چې د ښځو او نجونو شرعي حقونه خوندي وساتي او هر هغه څوک چې د ښځو پر ازاد انتخاب تېری وکړي د شرعي قانون منګولو ته به وسپارل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د چنګاښ په درېیمه نیټه هم د خوست امنیه قومانداني ویلي و چې امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چې د دغه ولایت په اسماعیل‌خېل مندوزیو ولسوالۍ کې یې په هوایي ډزو یوه نجلۍ په نوم کړې وه.

د افغانستان په ځینو سیمو کې کله چې یوه پېغله نجلۍ کوژدنه شي، نو د هلک کورنۍ د کوژې اعلان په هوایي ډزو کوي او په یوه ډول د دواړو کورنیو رضایت او خوښي څرګندوي، خو ځیني کسان بیا پرته له دې چې د نجلۍ او هلک او یا د هغوی د کورنیو ترمنځ هوکړه شوې وي، هلک د نجلۍ د کور مخې ته هوایي ډزې کوي او خلکو ته دا پیغام ورکوي چې ګواګې دا پېغله د ده شوه.

وروسته له هغه چې پر پېغله د «غږ وهلې نجلۍ» نوم پورې شي، بیا څوک ورسره واده کولو ته زړه نه ښه کوي؛ ځکه که څوک واده ورسره کوي، نو ځان ته د هغه هلک د کورنۍ دښمني اخلي چې د نجلۍ د خپلولو په موخه یې ډزې کړې دي.

دا پېښې ډېرې هغه وخت کېږي چې د نجلۍ کورنۍ د بېلابېلو لاملونو له امله خپله خور یا لور هلک ته نه ورکوي او هلک هم بیا په یوه ډول له زوره کار اخلي او هڅه کوي چې د ډزو له لارې نجلۍ خپله کړي.

خوست یو له هغو ولایتونو دی چې ورته پېښې په کې شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.