Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د محرم لسمه ولمانځل شوه

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د محرم لسمه (عاشورا) په کابل ښار کې د حکومتي مسوولینو، قومي مشرانو او ځوانانو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه؛ ګډونوالو دغه ورځ د سرښندنې، عدالت غوښتنې او یووالي ورځ وبلله او د مسلمانانو ترمنځ یې پر ورورولۍ او اتحاد ټینګار وکړ.

نن (د محرم لسمه) د امام حسین (رض) د شهادت له ورځې سره برابره ده؛ د حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) لمسی امام حسین (رض) او ۷۲ یاران یې د ۶۱ هجري قمري کال د محرم‌الحرام میاشتې په لسمه د عراق په کربلا دښته کې د یزید د کسانو له لوري په شهادت ورسېدل.

د محرم لسمې لمانځلو مراسم چې نن (یکشنبه) په کابل ښار کې د مسوولینو، عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو په ګډون ترسره شول، ګډونوال ټینګار وکړ چې د عاشورا پيغام د مسلمانانو ترمنځ یووالی او د ورورولي دی او باید له هغه په ټولنه کې د سوله‌ییز ګډ ژوند د یوې بېلګې په توګه ګټه واخیستل شي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شیخ شهاب‌الدین دلاور په یادو مراسمو کې وویل، د محرم میاشت او دغه ورځ د مسلمانانو لپاره د ظلم پر وړاندې د درېدو، ورورولۍ او یووالي درس ورکوي.

نوموړي څرګنده کړه، د اسلام دښمنان هڅه کوي د مسلمانانو پیاوړتیا او یووالي په بېلابېلو نومونو ووېشي چې دا موضوع د مسلمانانو او اسلام په ګټه نه ده.

نوموړی د خلکو ترمنځ د یووالي پر ساتلو د قران‌کریم ایتونو ته په اشاره ټینګار کوي او وايي چې نن په هېواد کې اسلامي نظام ټینګ شوی، امنیت تامین دی او «تنظیمونه، سمتي او ژبني تعصبونه» نشته.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا مرستیال حجت‌الاسلام محمد اکبري هم په یادو مراسمو کې د هېواد د وګړو ترمنځ یووالي او ورورلۍ ته په اشاره وویل چې عاشورا د مسلمانانو ترمنځ د هدردۍ او ورورۍ پیغام لري او باید له دې ورځې د یووالي او په ټولنه کې د سوله‌ییز ګډ ژوند د ټینګښت لپاره ګټه واخیستل شي.

هغه د اسلامي امارت له چارواکو او امنیتي ځواکونو د امنیت د ټینګولو له امله مننه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د محرم لسمې په مناسبت پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پيغام په خپرولو ویلي چې د افغانستان خلک هر کال په یووالي او اتفاق عاشورا او حسیني قیام لمانځي او د رسول الله (ص) د کورنۍ مینه او دوستي د خپل یووالي، ورورولي محور او د همدردۍ لامل بولي.

د هغه په وینا، افغانستان د اسلامي هېوادونو په منځ کې د اتحاد او یووالي د یوې بریالۍ الګو په توګه پېژندل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.