Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د غلام‌ خان لارې تړل کېدو یو شمېر سوداګر او کروندګر له زيان سره مخ کړي
ارشیف

خوست‌ښار (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴): خوست کې د تازه مېوو او سبزیجاتو یو شمېر سوداګر او بزګران وایي چې د غلام خان لارې په هر ځل تړل کېدو سره میلیونونه افغانۍ زیان ویني.

د معلوماتو له مخې، د غلام خان لار د تېرې یوې اونۍ راهیسې د پاکستاني لوري د «امنیتي ستونزو» په پلمه تر نامعلوم وخت پورې تړل شوې ده.

خوست کې د سبزيجاتو يو سوداګر سيدالرحمن پژواک اژانس ته وويل، دا مهال د غلام خان بندر دواړو لورو ته د افغان سوداګرو په توکو بار سلګونه موټر ولاړ دي او د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، هر کله چې په افغانستان کې تازه مېوې او سبزيجات حاصل ته ورسېږي، پاکستان په بېلابېلو پلمو لارې بندوي.

نوموړي وویل: «دا چې د حاصلاتو راټولولو وخت، هر کال په دغه وخت کې د غلام خان لار د افغانستان د سبزۍ پرمخ وتړل شي، نو د افغانستان دهقانان له ډېرو ستونزو سره مخ دي، مخکې د تازه روميانو من په ۱۸۰ افغانۍ و، اوس په شل افغانۍ دی.»

د تازه مېوو او سبزيجاتو يو بل سوداګر ګلداد پژواک ته وويل، دوی د غلام خان لارې د تړل کېدو له امله هر ځل په ميليونونه افغانۍ مالي زيان ويني.

نوموړي د اسلامي امارت له مشرانو غوښتنه وکړه چې د دې لارې د خلاصون لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

هغه وويل: «زموږ بانجان په ۱۰ او ۱۵ افغانۍ خرڅېږي، دا دهقان ته د پلاستيک او د موټر کرايې روپۍ نه پوره کوي، له دولت نه مو دا غوښتنه ده چې سياست او تجارت سره ګډ نه کړي، له پاکستانه هم همدا غوښتنه کوو.»

په همدې حال، د خوست يو شمېر کروندګر هم وايي چې د غلام خان لارې په تړل کېدو سره په دغه ولايت کې د تازه مېوو او سبزيجاتو بيې څو چنده راټيټې شوې دي.

د سبزیجاتو يو کروندګر لايق شاه پژواک ته وويل: «یو من پاکستاني رومیان دلته په ۳۰۰ افغانۍ خرڅېږي خو چې موږ کرلي حتا د مزدورۍ پيسې نه جوړوي؛ نو که پاکستان ته لاره خلاصه شي بيا به يوه طريقه جوړه شي.»

يو بل کروندګر ميرکي وويل: «موږ ته سبزي په دې نرخ هيڅ هم نه جوړوي، حتا د تخم پیسې هم نه را پوره کوي، په درې زره افغانۍ مو يوه خلته تخم اخیستئ، نور لګښتونه خو پر خپل ځای پرېږده.»

ورته مهال، د خوست د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر نواب اميرزي پژواک ته وويل، پاکستان تل له غلام خان او نورو بندرونو د سياسي فشار په توګه ګټه اخلي او له کوم دلیل پرته یې د افغانانو پرمخ تړي.

نوموړي له افغان حکومته وغوښتل چې پر پاکستان فشار راوړي څو له دغه ډول چلندونو لاس واخلي او د سوداګرۍ نړۍوالو اصول مراعت کړي.

ده زياته کړه:«پاکستان تل په یو طرفه او خپل سرې توګه لارې بندوي، بغير له دې چې افغانان خبر کړي څو په بديلو لارو فکر وکړي. له اسلامي امارت نه مو دا هيله ده چې له پاکستان سره په دې هکله خبرې وکړي.»

بلخوا، د خوست ولايتي مسوولين وايي چې د اسلامي امارت مشران په دې هڅه کې دي څو د خبرو او تفاهم له لارې د غلام خان لار د افغان سوداګرو پر مخ بېرته پرانیزي.

د خوست د والي وياند مستغفر ګربز په دې اړه پژواک ته وويل: «د تېرې يکشنبې په ورځ د غلام خان لاره د پاکستاني لوري له خوا د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده او پاکستاني لوري يې علت په خپله خاوره کې ناامني ښودلې ده او معلومه نه ده چې دا لار به تر کومه بنده وي.»

د نوموړي په وینا، اسلامي امارت تل هڅه کوي څو له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې ولري او د سوداګرو لپاره هر ډول اسانتياوې برابرې کړي.

د چارو د شنونکو په باور، که افغان حکومت د پاکستان له لوري د لارې بندېدو برخه کې جدي اقدامامت ونه کړي، را تلونکې کې به هم دا چاره ډېر ځله تکرار شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.