Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراهي: بهرنۍ موسسې باید خپل ټول پروګرامونه د اړوندو امارتي ادارو په همغږۍ ترسره کړي

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین د یوناما د عامه اړیکو څانګې له مشرې سره په لیدنه کې ویلي، د بهرنیو مؤسسو ټول پروګرامونه باید د اړوندو امارتي ادارو په همغږۍ باید ترسره شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت ‎د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ (یوناما) د عامه اړیکو څانګې له سرپرستې جولیا الینو سره وکتل.

په دې کتنه کې د یوناما د عامه اړیکو څانګې سرپرستې ویلي، په افغانستان کې د روغتیا، تعلیم، تحصیل او چاپېریال‌ساتنې برخو کې فعالیت کوي او غواړي چې د مطالعې فرهنګ د ترویج، عامه پوهاوي او د ژورنالېستانو د ظرفیت لوړولو برخو کې د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره همکاري وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین هم ویلي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د اسلامي امارت د پالیسیو په رڼا کې، د ژورنالېستانو د ظرفیت لوړولو او عامه پوهاوي برخو کې د بهرنیو مؤسسو د ګټورو او اغېزناکو پروګرامونو په تطبیق کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

هغه زیاته کړې، د بهرنیو مؤسسو ټول پروګرامونه باید د اړوندو امارتي ادارو په همغږۍ ترسره شي.

یاد وزارت لیکلي، جولیا الینو هم ژمنه وکړه چې د دې څانګې ټول پروګرامونه به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نورو اړوندو ادارو په بشپړې همکارۍ او همغږۍ ترسره کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.