Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ نړۍوالې شورا مشر او افغان لوبغاړو د بسم‌الله شینواري پر مړینه خواشیني څرګنده کړې

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د کرکټ نړۍوالې شورا مشر، د افغانستان کرکټ بورډ او د ملي لوبډلې یو شمېر مخکښو لوبغاړو د افغان نړۍوال لوبڅار بسم‌الله جان شینواري پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د کرکټ نړۍ لپاره یې یوه ضایعه بللې ده.

۴۱ کلن بسم‌الله‌جان شینواری پرون د ورپېښې ناروغۍ  له امله ومړ او نن له غرمې مخکې په ننګرهار کې په خپل کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

د کرکټ نړۍوالې شورا نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دې شورا مشر جي‌شاه د بسم‌الله جان شینواري په مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغه کورنۍ ته یې د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي دي.

جي‌شاه ویلي: «موږ د دې ضایع له امله ژور خپه یو او د هغه کورنۍ او خپلوانو ته خپله خواخوږي وړاندې کوو.»

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل‌اوریزو لوبو لوبډل‌مشر راشدخان هم  پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «په خواشینۍ سره باید ووایم چې په نړۍواله کچه د افغانستان لوبڅار بسم‌الله جان شینواری نور له موږ سره نشته، الله دې ورته جنت‌الفردوس نصیب کړي، کورنۍ او موږ ټولو ته دې صبر راکړي.»

د کرکټ ملي لوبډلې بل مخکښ لوبغاړي محمدنبي لیکلي چې بسم‌الله شینواری د کرکټ کورنۍ یو ښه ملګری او صادق انسان و، الله تعالی دې د جنتونو څښتن کړي او درنې کورنۍ ته یې تسلیت وایم.

دغه راز، د افغانستان کرکټ بورډ لیکلي چې د دغه بورډ مشرتابه، ټول لوبغاړي او کارکوونکي د شینواري مړینه یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه بللې او د نوموړي کورنۍ ته یې تسلیت وړاندې کړی دی.

د کرکټ نړۍوالې شورا د معلوماتو له مخې، بسم‌الله جان شینواری خپله نړۍواله لوبڅاري په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ په یو ورځنۍ لوبه کې پیل کړه چې د شارجې په کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

نوموړي د کورنۍ لوبو ترڅنګ په ۲۵ نړۍوالو یو ورځنیو او ۲۱ شل‌اوریزو نړۍوالو لوبو کې لوبڅاري کړې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.