د کرکټ نړۍوالې شورا مشر او افغان لوبغاړو د بسمالله شینواري پر مړینه خواشیني څرګنده کړې
د کرکټ نړۍوالې شورا مشر، د افغانستان کرکټ بورډ او د ملي لوبډلې یو شمېر مخکښو لوبغاړو د افغان نړۍوال لوبڅار بسمالله جان شینواري پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د کرکټ نړۍ لپاره یې یوه ضایعه بللې ده.


