Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې محتسبینو په جبري نکاح د څلورو نجونو ورکولو مخه نیولې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني د امر بالمعروف، نهي ‌عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست وایي چې د دغه ولایت په اندړو او قره‌باغ ولسوالیو کې یې په جبري نکاح د څلورو نجونو ورکولو مخه نیولې ده.

د غزني د امر بالمعروف رییس مولوي محمدعالم ناصح پژواک خبري اژانس ته وویل چې د لومړۍ اجباري نکاح مخه د اندړو ولسوالۍ په کمال‌خېلو کلي کې نیول شوې ده.

هغه زیاته کړه: «د ياد کلي يو کس چې ډېر پوروړی دی او خپلې وړې لوڼې یې د پورونو په بدل کې ورکولې، محتسبينو د دغه کار مخنيوی وکړ او یاد کس ته یې د دغه ظلم اخروي عذاب او بد عواقب بیان کړل او ضمانت یې ترې واخيست چې له داسې کړنو به په کلکه ځان ساتي.»

ناصح زیاته کړه، دویمه پېښه د یاد ولايت د قره‌باغ ولسوالۍ د ګوډلو په کلي کې وه؛ یوه نجلۍ د خپل پلار له خوا د هغې له خوښې پرته اجباري په نکاح ورکول کېده چې مخنیوی یې شوی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.